1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ ولايت کي يو بل ډله ييز قبر کشف سوی دئ

۱۳۹۰ دی ۱۴, چهارشنبه

دغه ډله ييز قبر د مزارشريف په ۱۵کيلوميترۍ د دهدادي ولسوالۍ پوري مربوط د ۲۰۹ شاهين قول اردو په سيمه کي هغه مهال کشف سو، چي ساختماني کارگران ددغه قول اردو د نويو تاسيساتو په جوړولو بوخت ول.

https://p.dw.com/p/13dZr
دا لا تراوسه څرګنده نه ده چي په دغه قبر کي په څه تعداد کسان ښخ کړل شوي دي.
دا لا تراوسه څرګنده نه ده چي په دغه قبر کي په څه تعداد کسان ښخ کړل شوي دي.انځور: DW

د قول اردو چارواکو ويلي دي، چي تر اوسه پوري معلومه نه ده چي دغه قبر د کوم وخت دئ. هغوی ويلي دي چي په دې برخه کي ددې قوماندانۍ د عدلي طب څېړني پيل سوي دي او وروسته به معلومه شي چي دا قبر د کومي زمانې دئ.

د شاهين قول اردو د عامه اړيکو مسئول محمد نعيم وايي، چي داسي بريښي چي دغه کسان دي د کمونسټانو د واکمنۍ پر مهال وژل شوي وي.

دا په داسي حال کي ده چي په دغه ډله ييز قبر کي د وژل سوو کسانو کالي لا تر اوسه نه دي تخريب سوي او هغه تشخيصېږي.

دا لا تراوسه څرګنده نه ده چي په دغه قبر کي څومره کسان ښخ کړل شوي ول. خو مسئولين وايي چي تر۳۰ زياتي جمجمې پکښي ليدل کيږي او داسي ښکاري چي ددغو کسانو لاسونه تړل سوي ول، او د ډزو په ذريعه تر وژل کيدو وروسته دلته ښخ شوي ول.

په دغه ډله ييز قبر کي د نارينو د جامو او چپلکو تر څنگ يوه جوړه ښځينه چپلکي هم ليدل کيږي. دغه راز په هغو لباسونو کي چي په دغه قبر کي ليدل کيږي د ژمي جاکټونه هم سته چي کيدای سي دغه کسان د ژمي په موسم کي وژل سوي وي.

که څه هم تر اوسه پوري معلومه نه ده چي دغه کسان چا وژلي دي، خو خلک وايي چي دغه ډول کارونه د خلق ديموکراتيک گوند، طالبانو او د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په لومړيو ورځو کي د بلخ ولايت په اړوندو سيمو کي په سوو انسان ووژل سول او په ډله ييزو قبرونو کي تر خاورو لاندي سول.

د مزارشريف یو تن اوسيدونکی چي د نوم نه اخيستلو په شرط ئې له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره د تليفون پر کرښه خبري کولې، وويل:

«په دې سيمه کي دغه ډول کارونه ډير سوي دي که سړی وگوري، کله چي په ۱۹۹۷ کال کي په شمال کي د وخت د واکمنو له خوا له طالب بنديانو سره دغه ډول چلند وشو، نو په ۱۹۹۸کال کښي بيا طالبانو د مزارشريف تر نيولو وروسته د انتقام په توگه هم دغه ډول کار وکړ او د دواړو خواوو له خوا په سوو زره انسانان په ډله ييزو قبرونو کي تر خاور لاندي سول.»

له دې سره سره چي کارپوهان وايي، چي د څېړنو له مخه کيدای سي دا معلومه سي چي ډله ييزي وژني څه وخت او د چا له خوا تر سره سوي دي، خو په تيرو شلو کلونو کي په افغانستان کي د عدالت د ټينگښت او جنايتونو د بربنډولو په لاره کي هيڅ ډول کار نه دئ سوی.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زیارمل