1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ ولایت کې د مسو صنعت د رکود په حال کې دی

۱۳۹۰ آذر ۱۳, یکشنبه

د بلخ ولا یت مسګران وایي له بهرنیو هیوادونو څخه د پلاستیکي او بی کیفیته لوښو واردیدل د دې لامل ګرځې ترڅو دغه صنعت کابو لمنځه ولاړ شي

https://p.dw.com/p/13MIP
د مسو د عینک کان
د مسو د عینک کانانځور: picture alliance/dpa

دوی له دولت څخه غواړي تر ځو د دغه صنعت د راژوندي کولو لپاره لاس په کار شي.
بشر د خپلو ځینو اړتیاو د رفع کولو لپاره فلزاتو ته مخه وکړه، د فلزاتو په منځ کې مس هغه فلز دی چې د نورو فلزاتو په پرتله اوږد لرغونتوب لری.

د ځینو منابعو په حواله او د لرغون پیژندونکو د مدارکو او شواهدو پر اساس د دغه فلز تاریخي قدامت د میلاد څخه ۹۵۰۰ کاله مخکي ته رسیږې.

افغانستان چې په نړۍ کې د صنعتي هیوادونو له ډلۍ څخه دی په دغه هیواد کي هم مس اوږده تاریخچه لری خو په دې وروستیو کلونو کي دغه صنعت په دې هیواد کي د لمنځه تللو په حال کې دی.

د مزارشریف مسګران د دغه صنعت د رکود لامل د سوداګرو لخواه د بهرنیو هیوادونو څخه د جالي او پلاستیکې اجناسو واردول بولي د مزارشریف د مسګرانو په کوڅه کی مسګر فدامحمد وایی:

د لوګر په ولایت کې د عینک د مسو د کان سیمه
د لوګر په ولایت کې د عینک د مسو د کان سیمهانځور: AP

« که چیرې دولت په دې اړه پاملرنه ونکړي نو دغه صنعت به په یوه یا دوو کلونو کې لمنځه ولاړ شي »

د بلخ ولایت د کسبګرو د اتحادیې مشر اسدالله ناچار هم دا مني چې په مزارشریف کې دغه صنعت د لمینځه تلو په حال کې دی او ځای یي بي کیفیته بهرنیو اجناسو نیولې نوموړی وایی :

« که چیرې دولت د دغه صنعت ودې ته پاملرنه ونکړې افغانستان به دغه صنعت له لاسه ورکړې او د هیواد ملې او تاریخي صنایع به لوېه ضربه وه وینې»

له بلې خوا د بلخ ولایت د سوداګریزو خونو د وارداتي توکو مدیر وایی چې د آزاد بازار مخنیوې د اساسي قانون خلاف کار دی نوموړی وایي:

« افغانستان په ازاد اقتصادي بازار څرخي ازآد بازار دې ته وایی: یعنی سالم رقابت، سوداګر د خلکو د اړتیاو سره سم له بهر څخه توکي واردوی »

له بلې خوا سربیره پردي چې په افغانستان کې د مسوغټ کانونه شتون لرې خو د بلخ ولایت مسګران وایي:

چي دوی د دغه صنعت د ژوندي ساتلو په موخه د اړتیا وړ مس د اسیایي هیوادونو لکه چین، روسیه، ایران او د پاکستان څخه واردوې دوې له دولت څخه غواړي ترڅو د مسو د کانونو په راویستلو سره دغه اړتیاوې بشپړی کړی .
عبدالحمید صافی/ بلخ
کتونکې/شمس الرحمان ناصر