1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ کي پښتو ليکني او ادب ته وده ورکول کيږي

۱۳۸۹ بهمن ۲۶, سه‌شنبه

د المان هيواد د گويته انستيتوت په مالي مرسته په بلخ کي يوه څلور مياشتنۍ پروژه پيل سوې، چي هدف يې د پښتو ليکني او ادب ته وده ورکول دي.

https://p.dw.com/p/R125
په دې ورکشاپ کي د پوهنتون او ښوونځيو ښوونکو برخه اخستې
په دې ورکشاپ کي د پوهنتون او ښوونځيو ښوونکو برخه اخستېانځور: DW

د پښتو ليکني تر نامه لاندي ددغي پروژې مسول بر يالی جلال زی وايي، دغه پروژه چي د المان هيواد د ګويته انستيتوت په مالي مرسته يوه مياشت مخکي پيل شوې د څلورو مياشتو لپاره ده او موخه يې په بلخ کي پښتو ليکني او ادب ته وده ورکول دي.

په دې ورکشاپ کي چي۴۰ تنه ځوانان چي ۱۵ يې نجوني اومېرمني دي ، د بلخ پوهنتون او ښونځيو ښوونکي، محصلين او د يو شمير کليوالي سيمو ځوانان دي.

دوی د بلخ د ادبي خوځښت د ليکوالانو لخوا د ښوونکو په توګه روزل کيږي، چي دوی به بيا نورو ته د پښتو ليکني په برخه کي زدکړي ورکوي.

د بلخ پوهنتون محصله حميده ځلا چي په دغه ورکشاپ کي يې ګډون کړی دغه پروژه د پښتو ليکني دودي په برخه کي يو ګټورګام په ګوته کوي.

« دا ورکشاپ زما لپاره ډير په زړه پوري دی، زه خپله د پښتو ژبي محصله يم، دې ته مي ډيره اړتيا درلوده ، اوبل دا چي په بلخ ولايت کي پښتانه لږ دي او ژبه يې هم د نورو ژبو تر اغيزي لاندي راغلې نو دا راز پروګرامونه به وکولای سي چي پښتو د نورو ژبو د اغيزي نه راوباسي.»

ساينا صافي د مزارشريف بله هغه اوسيدونکې ده چي په دغه ورکشاپ کي يې ګډون کړی داهم د حميدې ځلا په شان ورته نظر لري:

« له هغه راهسي چي په دغه ورکشاپ کي ما ګډون کړی زما په پښتو ليکنه کي ډير بدلون راغلی اوس زه دې ته هم هڅول سوې يم چي پښتو مطالعه وکړم په همدې يوه مياشت کي مي درې څلورليکني هم کړي.»

المان هغه هيواد دي چي په افغانستان کي د بيارغوني په برخه کي پر مر ستي سر بيره ددغه هيواد د فرهنګي ودي او پراختيا په برخه کي هم مرسته کوي، او په مزارشريف کي د پرخه په نامه يوه پښتو مجله هم د نوموړي هيواد د فرهنګي ټولني په مالي مرسته چاپيږي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل