1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بمباريوسره يوازي عامه خلک تاواني کيږي او ضديت ډيريږي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۱, دوشنبه

که څه هم پاکستانی پوځ دسوات په دره کي دداسي پراخو پوځي عملياتو اعلام کړی ،چي وايي دوی به په دغه سيمه کي خپلو عملياتو ته ترهغه وخته پوري دوام ورکړي ...

https://p.dw.com/p/Ho6D
دسوات ددرې څخه خلګ د تيښتي په حال کښي
دسوات ددرې څخه خلګ د تيښتي په حال کښيانځور: AP

ترڅو چي له دغي سيمۍ څخه د تندلارو طالبانو ټغر ټول شوی وي . خو لکه څنګه چي اسوشيد پرس ددغي سيمي څخه دراغلو پناه غوښتونکو له قوله ليکي ، پاکستانی پوځ په دغه عملياتو کي دهغه تاکتيک څخه کار اخلي چي دمخه هم دافغانستان پولو ته نژدي په شمال لويديځ سرحدي سيمو کي ورڅخه کار اخيستل شوی او په پای کي دماتي سره مخامخ شوی دي .

په خبرکي ويل کيږي چي پاکستانيان ددغه عملياتو په جريان کي دهوايي ځواکونو، بمباريو ، او توپچي درنو سلاوو څخه کار اخلي . خوکه څو ک غواړي چي په دغه سيمه کي په رښتيا سره دتندلارو طالبانو مقاومت شنډ کړي، بايد ددوي سر ه له نژدې وجنګيږي . خو پاکستانی پوځ دا کار نه کوي . دهوايي عملياتو ، بمباريو ، او درنو سلاو په استعمالولو سره ښارونه او کلي نړيږي او ملکي وګړو ته ډير تاوان رسيږي ،او همدا علت دی چي په سلهاوو زره ملکي خلګ دې ته اړ سوي چي دخپلو اصلي ټا ټوبو څخه وتښتي . خو ددغي سيمي په حالاتو کي به بياهم کوم بنيادي بدلون رانسي .

يوپنځوس کلن پناه غوښتونکی چي يار محمد نوميږي او له دغي سيمي څخه دبمباريو په اثر تيښتي ته اړ شوی دی وايي چي « که چيري دپاکستان پوځ غواړي طالبان تر کنترول لاندي راولي او هغوی ته ماته ورکړي ، نو ولي خپل پياده عسکر نه وراستوي . ولي دوی يوازي بمبارۍ کوي ؟ په دې کار سره خو يوازي عامه خلک تاواني کيږي او په دغه سيمه کي عامه افکار لاپسي دپاکستان دحکومت او دهغه دملاتړ کونکو پر ضد راپاريږي . »

د بمباريو په نتيجه کښي د خلګو رنځونه نور هم ډيريږي ، او د فقر سره مخامخ کيږي ،لکه دلته
د بمباريو په نتيجه کښي د خلګو رنځونه نور هم ډيريږي ، او د فقر سره مخامخ کيږي ،لکه دلتهانځور: AP

په صوبه سرحد کي دپاکستان دروانو پوځي عملياتو په هکله نورو نړيوالو ورځپاڼو اوخبري رسنيوهم تبصرې کړي دي . مثلاً د Independent په نامه برطانوۍ ليربراله کيڼ لاسه ورځپاڼه پخپله ننۍ ګڼه کي ليکي چي،

«دبونير په سيمه کي دطالبانو پر ضد دپاکستان دپوځي عملياتو سره سره بياهم ډير شيان لکه دپخوا په شان نا روښانه پاته کيږي . نه يوازي دا پو ښتنه چي تر کومه حده پوري دپاکستانيانو دغه پوځي عمليات دامريکا دمتحده ايالتونو سره په ګډه تنظيم شوي او يا حتی داچي ددغه عملياتولارښونه هم دواشنګتن له خوا کيږي . واشنګتن په دې ښه پوهيږي چي که چيري پخپله دامريکايانو لخوا دغه پوځي عمليات شوي وای ، څنګه چي دوی په تيره اونۍ کي دافغانستان دفراه په ولايت کي کړي ، او په نتيجه کي يې له سلو څخه زيات ملکي وګړي وژلي وه ،نو دابه بيله دې چي دامريکايانو پر ضد عامه افکار لاپسي راوپاروي او په دواړو هيوادونو کي اوسني حکومتونه لاپسي ضعيفه کاندي، بله ګټه به ونلري . خو دلته داخبره هم ديادوني وړده چي دپاکستا ن دپوځ لخوا ددغه عملياتو سرته رسول هم کيدای سي ډير ناوړه عواقب او خطرونه له ځانه سره ولري . آيا دملکي وګړو دتلفاتو دشمير زياتيدل ، په سلهاوو زره کورنۍ بي کوره کيدل او تيښتي ته اړ کيدل او پر طالبانو باندي دفشارونوپه زياتولو سره به دپاکستان ضعيفه مرکزي حکومت ثبات پيد ا کړي ؟

پاکستاني پوځونو دسوات په دره کښي سخت عمليات شروع کړي دي
پاکستاني پوځونو دسوات په دره کښي سخت عمليات شروع کړي ديانځور: AP

يا د El Periodico de Catalunya په نامه هسپانوۍ ورځپاڼه پخپله ننی ګڼه کي دافغانستان او پاکستان ګډو پولو ته نژدې ، دپاکستاني پوځ دعملياتو په اړه په يوه تبصره کي ليکي چي :

« دپاکستان په شمال لويديځ سرحدي سيمو کي ددغه هيواد وروستي پوځي عمليات په حقيقت کي په دغه هيواد کي دولسمشر آصف علي زرداري درژيم ټول ضعف برملا کوي . په دې مانا چي د آصف علي زرداري اختيار له يوې خوا دمتکبرو پوځي جنرالانوپه لاس کي دی ،او د بله پلوه دبيکفايتو وزيرانو په لاس کي . که څه هم د آصف علي زرداري سره دامريکا پوره ملاتړ سته ، خو بياهم دغه حکومت دا توانمندي نلري چي ددغه هيواد برخليک وټاکي ، اسلاميستان پر شا وټنبوي اوپاکستان دهغه هيوادونو له کتاره څخه وباسي چي دراپرځيدلو له خطره سره مخامخ هيوادونه بلل کيږي . »

او په پای کي به د de Volksfront په نامه دآلمانۍ ورځپاڼي دننی ګڼۍ تبصرې ته يو نظر واچوو چي ليکي، «په پاکستان کي روان بحران په حقيقت کي دامريکا دمتحده ايالتونو دولسمشر بارک اوباما دپاره هم يوه آزموينه ده . نه يوازي ددې کبله چي پاکستان اټومي سلاوي لري ، او بايد پام وسي چي دغه سلاوي دغلطو کسانو لاس ته ورنسي ، بلکي زياتره له دې امله چي تر اوسه څوڅو واري داخبره شوې چي په افغانستان کي به سوله او ثبات ترهغه وخته پوري رانسي ،تر څو چي دطالبانو دپاره داچانس موجود وي چي دپاکستان سرحدي سيمو ته بيرته پر شا ولاړ شي ، هلته په اصطلا تازه ساه واخلي او بيا بيرته په افغانستان کي خپل عمليات سرته ورسوي . »

خو بيا دغه پاڼه وروسته ليکي چي دطالبانو پر ضد دپاکستان روان پوځي عمليات به دربړي دحل لاره نه وي ،که چيري هم ښايي ضروري وبريښي .

دموضوع دحل اساسي لاره به داوي چي له يوې خوا په افغانستان او پاکستان کي دتروريستانودتجريد دپاره په نړيواله سطحه هر اړخيز ګډ کار وسي ،او له بله پلوه سيمه ايز امنيتي ځواکونه لکه پوليس او عدلي څانګي بايد پياوړي شي . خو يوازي دپوځ پياوړي کول به هم دحل لار نه وي .

مختلف مطبوعات / فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري