1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بند کې مړینې: پاکستان کې د پولیسو د تشدد کلتور

۱۳۹۸ شهریور ۲۸, پنجشنبه

په توقیف کې د مړینو وروستیو پيښو پاکستان کې خلک په غوسه کړي دي او هغوی د قربانیانو له پاره د سملاسي عدالت غوښتنه کوي. خو د «پولیسو د تشدد کلتور» اصلاح کول ښایي ستره دنده وي. هارون جنجوعه په دې موضوع رپوټ لیکلی.

https://p.dw.com/p/3PtNZ
Todesfall in Pakistanischer Polizeigewahrsam
انځور: Privat

محمد افضل چې پوخ سنه او سپینه ږیره لري، د پنجاب ایالت د ګوجرانوله سیمې په ګورالي کلي د ویر کوونکو په ډله کې ناست دی. دغه سیمه د پلازمېني سویلي لور ته په ۲۵۰ کیلومترۍ کې پرته ده. ناست کسان د محمد افضل د زوی، صلاح الدین ایوبي چې روانې ستونزې یې درلودي په مړینه غمرازي کوي. صلاح الدین ایوبي ظاهرا د پولیسو په توقیف کې مړی شوی دی.

۶۰ کلن افضل له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې ده د اګست میاشتې په ۳۰مه نیټه یې له یوه ځایي تلویزون څخه د خپل زوی د نیول کیدو خبر واورید چې لیدل کیده د یوه بانک مخې ته د پيسو اتومات ماشین ماتوي. د یوې څارونکي کمرې له لوري اخیستل شوې ویډیو ژر په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې وه او بیا وروسته پولیسو دغه ۲۷ کلن ایوبي ونیو.

محمد افضل له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «دوی په بې رحمانه توګه زما زوی وواژه.» محمد افضل زیاته کړه: «ما د خپل زوی پر جسد باندې د تشدد نخښې ولیدې. د هغه ښی لاس سوځول شوی وو، یا په اوبو باندې او یا هم د برقي جټکې په واسطه. د هغه په ټول بدن زخمونه وو.»

د پنجاب پولیس د تشدد تورونه ردوي او وایي چې هغه په خپل طبیعي مرګ مړ شوی دی. د چارواکو په وینا ایوبي د یوه «لیوني کس» په توګه چلن کاوه او کله چې یې روغتون ته رساوه نو بې هوښه وو.

د پنجاب پولیسو ویاند انعام غني، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ هر ډول زور زیاتی او تشدد غندو. ښایي دا یوه انفرادي پيښه وي. موږ په دې هکله تحقیقات کوو چې آیا د پولیسو چارواکي د ایوبي د مړینې له پاره مسوول وو که نه.»

د نوموړي په خبره «په راتلونکي کې د دغسو پيښو د مخنیوي له پاره موږ بدلونونه معرفي کوو چې پولیس په ولس دوسته او مرسته کوونکي ځواک واوړي.»

خو د عدلي طب رپوټ د پنجشنبې په ورځ دا تائید کړه چې ایوبي د جسمي او ذهني تشدد په پایله کې مړ شوی دی.

د پولیسو په توقیف کې مړینه

په پاکستان کې په توقیف کې د مړینې په هکله د اعتبار وړ ارقام په لاس کې نه شته، خو د بشري حقونو ډلې د پولیسو د تشدد له قضیو څخه یادونه کوي. د هغوی په خبره د پاکستان په پنجاب ایالت کې د هیواد نورو برخو په پرتله د پولیسو د تشدد «کلتور» زیات دی.

د ایوبي مړینې په دغه سویل آسیایي هیواد کې په توقیف کې د مړینو په هکله د خلکو پام ځان ته رااړولی دی.

د محمد افضل له لوري د خپل زوی په قضیه کې ټاکل شوي مدافع وکیل عثمان خاور، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «په توقیف کې د ایوبي مړینه د پولیسو د تشدد لومړۍ پيښه نه ده. په توقیف کې تشدد اصلا په پاکستان کې د معمول چاره ده.»

هیومن رایټس واچ وايي چې هغې ټولنې چې څنډې ته کړی شوي دي په ځانګړې توګه د پولیسو د ناوړه چلن له خطر سره مخامخ دي.

د پاکستان له پاره د هیومن رایټس واچ تحقیق کوونکي سروپ اعجاز له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د پولیسو د افراط په برخه کې د مسوولیت نه شتون، د معافیت کلتور پیاوړی کړی دی. پاکستاني پولیس زیاتره مهال د عصري نړۍ له ننګونو سره د مقابلې له پاره کمې منابع لري او سم مجهز نه دی. د پولیس ځواک عصري کیدو ته اړتیا لري او هغه پولیس چې په توقیف کې د مړینې او یا نورو حقونو څخه په سرغړونه کې ښکیل دي باید د یوه شفافه او اغیزناکه میکانیزم له لاري مسوول وګرځول شي.»

د بشري حقونو فعالان وایي پاکستان د یوه پراخه قانون له نشتوالي سره مخامخ دی چې د پولیسو د تشدد مخه ونیسي او جرم یې وګرځوي. د هغوی په خبره که څه هم د پولیسو د ۲۰۰۲م کال امر تشدد منع کوي او د پولیسو هغو چارواکو ته چې د تشدد مرتکب کیږي جزا ټاکې، خو د پولیسو زیاتره چارواکي ځانونه له قانونه بره ګڼي. د پولیس ځواک په منځ کې د حساب کتاب کمی شته.

د پاکستان د عدالت پروژې، په نوم د یوې ادارې اجرائیه مشره سارا بلال په دې هکله وایي: «د پولیسو هغه چارواکي چې په تشدد کې ښکیل وي باید د قانون منګلو ته وسپارل شي، خو له بده مرغه د پولیسو یو چارواکی هم د تشدد په تائید شوې قضیه کې د خپل عمل له پاره مسوول نه دی ګرځول شوی. دا ښيې چې موږ د ولسوالیو او ایالتونو په کچه د څار داسې ادارې نه لرو چې په آزاد ډول د تشدد تورونه وڅیړي.»

د پولیسو په لیکو کې اصلاحاتو ته اړتیا ده

د روان میلادي کال په اوایلو کې د پولیسو چارواکو د یوه کورنۍ څو غړي د پنجاب ایالت په ساهیوال سیمه کې د ترهګرۍ په شک ووژل. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، دغه وژنې وغندلې او د پولیسو په لیکو کې یې د اصلاتو د رامنځ ته کولو ژمنه وکړه څو د تشدد او بې له محاکمې د وژنو مخه ونیول شي.

عمران خان د جنورۍ په میاشت کې ویلي وو: «زه به د پنجاب پولیسو ټول جوړښت ته کتنه وکړم او د هغې د اصلاحاتو پروسه به پیل کړم.»

خو تر اوسه په دې تړاو هیڅ ګام نه دی اخیستل شوی.

کارپوهان وايي چې د پولیسو په لیکو کې اصلاحات اوږدمهاله اقدمات دي، او د لنډ مهال له پاره دا مهمه ده چې داسې یو قانون تصویب شي چې هر ډول تشدد جرم وګرځوي، د تشدد د شاهدانو او قربانیانو د ساتلو له پاره د خوندیتوب حقوقي بنسټ رامنځ ته کړي او داسې خپلواکه ادارې جوړي شي چې د تشدد قضیې وڅیړي.

سارا بلال وایي چې د پولیسو په لیکو کې اصلاحاتو ته هرومرو اړتیا ده، چې د جرمونو د ځپلو له پاره تشدد د یوه «اغیزمن میتود» په توګه انګیري.

د پولیسو ویاند انعام غني، وایي چې خلک به ژر په «پولیسو کې مثبت بدلونونه وویني» خو د پولیسو ټول سیستم اصلاح کول به آسانه کار نه وي.

هارون جنجوعه