1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بنگله دیش کې د سیاسي بې ثباتۍ ویره

مسعود جهش (انا لیمن)۱۳۹۲ آذر ۲۲, جمعه

په بنګله دیش کې د هغو کسانو له ډلې څخه چې په جنګي جرمونو باندي محکوم شوي ول یو تن یې اعدام شو. د بشري حقونو سازمانونو پر دغه اعدام نیوکې کړي او په بنګله دیش کې یې تر ټاکنو مخکې د بې ثباتي د ډیریدو ګواښ کړی.

https://p.dw.com/p/1AZJd
عبدالقادر ملا د پنجشنبې په ورځ اعدام شوانځور: Reuters

تر اوسه پورې چې د بنګله دیش له خپلواکي څخه ۳۲ کاله تیریږي، عبدالقادر ملا، په دې هیواد کې د یوې منفوري څیرې په توګه پیژندل کیدی. عبدالقادر ملا د «میرپور د قصاب» په لقب هم شهرت لاره. پر هغه باندي تور لګول کیږي چې د بنګله دیش پلازمینې ډاکا ته څرمه یې۳۵۰ غیر مسلح کسان په ډیر بیرحمانه ډول وژلي دي. ملا د بنګله دیش د خپلواکۍ غوښتني د جګړې پر مهال د یو شمیر وسله والو ډلو مشري پر غاړه لرله.

هغه د جماعت اسلامي ګوند له لوړپوړو چارواکو څخه وو. د جماعت اسلامي ګوند هغه وخت غوښتل چې د پاکستان د ختیځې ولایتونو د بېلتون مخه ونیسي. د ملا تر کنترول لاندې پوځیانو باندي د قتلونو، هدفمندانه وژنو، ربړونو او جنسي تیریو تورونه لګول کیږي. د بنګله دیش د رسمي شمیرو له مخې، له پاکستان څخه د دغه هیواد تر خپلواکۍ وروسته د نهو میاشتو په موده کې شاوخوا درې میلیونه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پلان شوې وه چې عبدالقادر د چهارشنبې په ورځ د جنګي جنایتونو په تور اعدام شي. هغه د محکمې د دغه حکم پر ضد اعتراض هم کړی وو خو د بنګله دیش سترې محکمې د هغه اعتراض و نه مانه او د اپوزیسیون پر دغه غړي باندې یې د اعدام حکم تر ټاکل شوې نیټې یوه ورځ وروسته، د پنجشنبې په ورځ عملي کړ.

«جدي پایلې»

ملا د بنګله دیش د خپلواکۍ په جګړه کې په جنګي جنایتونو محکوم لومړی کس دی چې اعدامیږي. د جماعت اسلامي ګوند ګواښ کړی دی چې د هغه اعدام به ډیري جدي پایلې ولري. د ګیګا په نوم د اسیا د مطالعاتو له مرکز څخه د بنګله دیش د چارو کارپوهه یاسمین لورش، وایي چې له «جدي پایلو» څخه هدف «سړکونو ته راوتل، د لارو تړل، د ترافیکو اخلالول، په کور کې له جوړو شویو بمونو څخه کار اخیستل او پر امنیتي ځواکونو باندې برید کول دي». دا زیاتوي: «د دغه ګوند [جماعت اسلامي] پر پلویانو او د هغه د محصلینو په څانګه کې ډیر داسې ځوانان شته چې تاوتریخوالي ته چمتوالی لري. په بنګله دیش کې له تاوتریخوالي څخه د ډکو پېښو د رامنځ ته کیدو امکان شته.»

په بنګله دیش کې د ملا د عمر بند د حکم پر ضد مظاهرې شوې وي.
په بنګله دیش کې د ملا د عمر بند د حکم پر ضد مظاهرې شوې وي.انځور: Reuters

د بشري حقونو سازمانونو د اعدام د دغه حکم پر اجرا کیدو باندې سختې نیوکې وکړې. د نړیوالې بخښنې له سازمان څخه عباس فیض، وایي: «موږ تر هر ډول شرایطو لاندي د اعدام سزا ردوو.»

د بشري حقونو د څار سازمان مشر براد آدامز، په دغو شرایطو کې د ملا د اعدام د حکم پلي کیدل غیر مسوولانه بولي. هغه وایي: «د اعدام حکم لا وختي د لاریونونو او تاوتریخوالي عامل شوی وو. د اعدام د حکم پلي کیدل په داسې شرایطو کې او تر ټاکنو مخکې د ډیر شمیر کسانو د مرګ ژوبلې عامل کیدای شي. حکومت بايد د لاريونو مخه ونيسي.»

هغه محکمه چې د ملا د اعدام حکم یې صادر کړی دی د بنګله دیش د حاکم ګوند «عوامي لیګ» له خوا د جنګي جنایتونو د څیړلو په موخه جوړه شوې ده. په لومړي سر کې ملا د دغې محکمې له خوا په عمري بند باندي محکوم شوی وو، خو دغي پریکړې د عوامي لیګ ګوند یو شمیر پلویان ناراضه کړل او د دې سبب شو چې هغوی دغه ګوند ته شا ور وګرځوي. په دې ترڅ کې یو شمیر لاریونونه هم رامنځته شول چې په ترڅ کې یې پر سترې محکمې باندي فشار راغلی او ملا یې په اعدام محکوم کړ.

د بنګله دیش اپوزیسیون ناسیونالیستانو چې د جماعت اسلامي متحدان هم دي، پر دې حکم باندي سختې نیوکي وکړې او ویې ویل چې هغه سیاسي انګیزي لري. میرمن یاسمین لورش وایي چې داسې ښکاري چې سترې محکمې دې د حکومت د فشارونو په پایله کې د ملا د اعدام حکم صادر کړی وي.

ډیر شمیر کارپوهان بیا په دې نظر دي چې حکومت غواړي د دغه اعدام له لارې د بنګله ديش په راتلونکو ټاکنو کې د خپل ځان له پاره ملاتړ ترلاسه کړي. کارپوهان اوس د بنګله دیش سیاسي وضعیت ډیر نازک بولي او وایي چې که د دغه هیواد دوه لوی ګوندونه په خپل منځ کې یوه ایتلاف ته ونه رسیږي نو په بنګله ديش کې د تاوتریخوالي د ډیریدو زیات امکانات شته.