1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بن کي د نړيوالي ميډيا سرمشريزه

عبدالباري حکيم/ دويچه ويله۱۳۹۳ تیر ۹, دوشنبه

په عربي پسرلي، د غازي پارک په احتجاجونو او اوکراين په مظاهرو کي انترنت څه نقش لوبلولی دی؟ رسنۍ د راتلونکو کلونو د واقعيتونو پر وړاندي څه ډول غبرگون ښيي. دغو پوښتنو ته د دويچه ويله «گلوبل ميديا» غونډه ځوابونه پيدا کوي.

https://p.dw.com/p/1CSnh
انځور: DW/K. Danetzki

د دويچه ويله «گلوبل ميديا» نړيواله غوڼده نن د دويچه ويل د رئيس پيتر ليمبورگ په وينا پرانيستل شوه. په دغه غونډه کي د نړيوالو رسينو استازي او کارپوهان گډون کوي چي په خپلو ويناوو او بحثونو سره د نړۍ د ميديا پر روان وضعيت باندي بحث کوي.

ليمبورگ په خپله پرانيستي وينا کي وويل چي د دويچه ويله دغه نړيوال کلنی ميديايي کنفرانس چي په خپل وار سره اوم وار دی چي داريږي، «نه يوازي د رسنيو د نقش او کار، بلکي د خلکو ترمنځ چي له بېلابېلو کلتورنو څخه راغلي، په مختلفو ژبو باندي خبري کوي او مختلف نظريات لري، د يو آزاد ديالوگ له پاره لاره هواروي.»

د دويچه ويله رئيس وويل: «له معلوماتو څخه تر برخي اخيستو پوري- د ميديا له پاره چلنجونه، په حقيقت کي د گلوبل ميديا د سږنۍ غونډي مهمه موضوع جوړوي. په دغه غونډه کې له مختلفو ساحو، له رسنيو څخه نيولي تر سياست، کلتور، سوداگرۍ، پراختيايي همکاري او علمي ساحو پوري استازو گډون کړی دی.»

ليمبورگ وړاندي وويل چي دغه استازي به نړيوالو شوو بدلونونو مشکلاتو ته ځواب پيدا کړي. په هغو ستونزو کي چي ميديا مرکزي نقش لوبوي، د ټولني د مختلفو قشرونو د خبرتيا کچه په عمومي توگه لوړه شوي ده.

دغي غونډي ته په رابلل شوو مېلمنو کي يو هم مصري سياسي کميدين، يوسف باسم گډون لري. باسم چي په لومړي سر کي د مصر په يو شخصي تلويزيون او بيا وروسته د سعودي عربستان د MBC په تلويزيون کي د سياسي کميدي يو په زړه پوري پروگرام درلود، هيله څرگنده کړه چي د هغه په هيواد مصر کي د ديموکراتيکو بدلونو له پاره لاره اوره شي: « تاسي کولای نه شي چي پر يوه هيواد باندي د ۳۰ يا ۴۰ کلونو دمخه ميتودونو سره حکومت وکړی. مگر دا چي هغه به شمالي کوريا وي.»

له شمالي کوريا څخه په استعاري توگه د هغه مقصد دا وو چي په دغه هيواد کي له لسيږو راهيسي يو ډول سياسي نظام ټينگ دی او هغه هم په استبدادي توگه. باسم وويل: «هيله ده چي زموږ انجام د شمالي کوريا په څير نه وي.»

د دويچه ويله په گلوبل ميديا غونډو کې دغه ډول بحثونه دوام لري. د چهار شنبه په ورځ له بريتانوي ژورناليستي، سارا هريس چي د امريکايي پخواني مخبر، اداوار سنودن د اعتمادي کسانو څخه ده او له داسي نورو کارپوهانو سره به په دي هکله بحثونه وشي چي د معلوماتو په دې نړيواله ټولنه کي څرنگه امنيت خوندي ساتل کيدای شي او څرنگه له معلوماتو څخه د ناوړو استفادو مخنيوي کيداي شي.