1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بن کښي دخبري رسنيو نړيوال کنفرانس

۱۳۸۷ خرداد ۱۳, دوشنبه

د دويچی ویلي دآلمان ږغ دخبري رسنيو په نړيوال کنفرانس کي چی نن ...

https://p.dw.com/p/E72M
شيرين عبادي
شيرين عباديانځور: GMF

دآلمان دبن په ښارکی پيل سوی ،او د چارشنبی تر ورځي پوری به دوام

پيدا کي ، دبحث او مشاجر ی اساسی موضوع به داوی چی دسولی په ساتنه او مخکی دمخه دلانجو دمخنيويو په لاره کی به خبری رسنۍاومطبوعات څه نقش بازي کي ؟

داچی آزاد او ناپيلي خبری رسنيی او مطبوعات څنګه منځ ته راتلای سی ، ډيري طرحي او نظريې چیموجودي دی ، هماغه دسړې جګړې دزمانی طرحي او نظريې دی . داچی دزورواکۍڅخه د ډیموکراسی پر خواڅنګه سړی ګامونه واخلی ، اويا داچی څنګه دولتی خبری رسنۍاو مطبوعات دآزادو تجارتی مطبوعاتو او خبرۍ رسنيو بڼه غوره کوی ، دوارسا دتړون دړنګيدلو څخه وروسته موږ ولیدل چی دغه راز خبری رسنی او مطبوعات په ختيځه اوروپاکی منځ ته راغلل ، پرته لدی چی هلته دغه هدف ته درسيدلو دپاره وينی بهيدلي وی .هلته بدلونونه ترډيري اندازی پوري په يوه سوله ايزه فضاکی ترسره سوه . هلته ډير شمير انسانان په لیک او لوست پوهيدل .

خو 2001 میلادی کال دسپتمبر دمياشتی داا نيټۍ دپيښی او بيا د مادريد او لندن دتروريستی ګوزارونو د پيښی څخه وروسته فضآ بل خيل ته شوی او په مطبوعاتو او خبري رسنيو کی بدلونونه هسی نه دی چی موږ يی مثالونه په ختيځه اوروپا کی لیدلي دي .

خو نن ورځ په کومو هيوادونو کی چی دلانجو او شخړو څخه وروسته هلته يو څه نوی سوله راغلې ، مطبوعات او خبريرسنيوهلته په نوو طرحو سره په کار پيل کړی دی .په دغه سيمو کی مطبوعات او خبری رسنی ددی چلنجه سره مخامخ دی چی دغه نوي خبری رسنۍ او مطبوعات داسی عمل ونکړی چی په دغه سيمو کی نوی منځ ته راغلې سوله چی لا تراوسه يی ژوری ريښی په ټولنه کی ندی غزولي ، د خطره سره مخامخ کړی . او د بله طرفه ددې دپاره چی مطبوعات او خبري رسنيی خپل بريالیتوبونه وښيي ، بايد چی په بنيادی تغيراتو لاس پوری سی . د دويچی ويلی دآلمان ږغ درسنيو په لمړی نړيړال کنفرانس کی دغه موضوع چی مطبوعات او خبری رسنۍ دسولی دساتنی او دلانجو دمخنيوي په لاره کی څه نقش بازي شی دخبرو او مشاجرو زړي جوړوی .

سدنی : د آمريکې دمتحده ايالتونو ولس مشر جورج ډبليو بوش په آسترليا کی ديوه نو ي منځ پلوه کيڼ لاسی حکومت په منځ ته راتلو سره دعراق په جګړه کی خپل يو نژدی متحد د لاسه ورکړی دی .

دآسترليا پخوانی محافظه کار لمړی وزير جان هاورد دعراق په جګړه کی دآمريکې دمتحده ايالتونو د ولس مشر جورج ډبليو بوش د نژدی پلویانو څخه بلل کيده ، خو دآسترليا نوی لمړی وزير Kevin Rudd چی دتير نومبر دمياشتي په انتخاباتو کي يې بری ترلاسه کړیدی، غواړی چی دعراق څخه آسترليایی عسکر وباسی .

واشنګتن : داسی ويل کيږی چی داالقاعدی نامتو غړی یمنی ټبره دسعودی عربستان تبعه ولید بن اتش د2000 ميلادی کال داکتوبر په مياشت کی په یمن کی دآمريکايانو پر هغي جنګي بيړۍ باندی ديوه بم په ګوزار کی لاس درلود چی 17 تنه امریکايی عسکر پکښې وژل شوی وه . اتش چی په افغانستان کی دالقاعده په کمپونو کی روزل شوی دی ، د هغه دوو تنو په روزلو کی يی هم مهم نقش لوبولی،چی وروسته هغوی د2001 ميلادی کا ل دسپتمبر په مياشت کی دالوتکو په تښتولو کی لاس درلود . دی د 2006 ميلادی کال دسپتمبر دمياشتی راهيسی د13 نورو ګومانی تروريستانو سره ګوانتانامو ته استول سوی دی .