1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بن کې د اقليم د بدلېدو په اړه کنفرانس

۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه

د آلمان په بن ښار کې له سلو څخه د زياتو هېوادونو استازي راغونډ شوي دي تر څو د اقليم د بدلېدا د مخنيوي په اړه خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/DKIy
په بن کې د ملگرو ملتونو ودانۍ
په بن کې د ملگرو ملتونو ودانۍانځور: AP
د دې دوه اونيز کنفرانس په ترڅ کې به د کاري ډلو لخوا د کيوتو د پروتوکول د غځېدا په اړه سلامشورې وشي تر څو د ضرري گازونو توليد کم کړای شي. د غونډې موخه دا هم ده چې د امريکا متحده ايالات، چين او هند هم په دغو چارو کې ونډه واخلي. پرته له دې به له بېلابېلو هېوادونو څخه دغه تر دوو زرو زيات استازي د کال په پای کې په اندويزيا کې د چاپېريال د کلني کنفرانس تياری ونيسي.