1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
انځورونه
۱۳۹۷ شهریور ۱۶, جمعه
https://p.dw.com/p/34T4F

د غوره هيوادونو دغه ليست د انترنېشنز ټکی آرګ نومي انټرنټي پلټ فارم د ۲۰۱۸ کال د يوې نظر پوښتنې د نتايجو په رڼا کي جوړ سوی دی. په دې ترڅ کي پناه غوښتونکي نه، بلکي هغه کسان چي د خپل هيواد څخه دباندي ژوند او کار کوي پوښتل سوي دي، چي هغوی د خپل ژوند او کار په برخه کی بهرنی هيواد و ارزوي. پوښتل سوو کسانو په دغه هيواد کي د بهرنيانو په توګه د ژوند د پېل په ترڅ کي آسانتياوي، کاري ماحول او د ځايي خلکو چلن او د بهرنيانو له پاره شته امکانات ارزولي دي او خپل نظر يې ورکړی دی. د دغو پوښتل سوو کسانو د نظر او ارزونو پر اساس د هيوادونو ليست جوړ سوی دی چي د «بهرنيانو له پاره تر ټولو غوره هيواد» يا پر لومړي مقام راغلی هيواد بحرين ټاکل سوی دی. په تر ټولو منفي نتايجو ترلاسه کوونکو هيوادونو کي بريتانيا، يونان، ايټاليا، مصر، سعودي عربستان او کويټ شامل دي.

يادونه: د دغه انځوريز البوم معلومات د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر مياشتي پر ۷مه نېټه د internations.org وېبپاڼي څخه اخيستل سوي دي.