1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بهسود او دايميرداد کي جنگونو سخت تاوانونه اړولي دي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبه

د بهسود او دايميرداد په ولسواليو کي د تيرو درو ورځو راهيسي د ميشتو هستوګنو خلکو او د کوچيانو تر منځ خونړۍ جګړي رامنځته سويدي . دغه شخړي او جنگونه د هغو څړځايونو پر سر رامنځ ته سويدي، چي

https://p.dw.com/p/NRvM
انځور: AP GRaphics/DW

کوچيان ادعا کوي نوموړي څړځايونه د دوی ملکيتونه دي او د دغو ملکيتونو شرعي قبالي لري .

د بلي خوا د سيمي ميشت خلک چي په هزاره قوم پوري مربوط دي، وايي دوی د سيمي دايمي اوسيدونکي دي او د څړځايونو څخه ګټه اخيستل خپل حق بولي . د دغو جګړو له امله له تيرو درو ورځو راهيسي په لس هاوه کورونه د کوچيانو لخوا سوځول سوي ،او په لس هاوه کورنۍ د سيمي څخه ګاونډي ولايت کابل ته کډه شويدي . دواړه خواوي ادعا کوي چي ډير زيانونه وراوښتي او د بريد پړه يو پر بل اچوي .

په ولسي جرګه کي د وردګ د ولايت استازي او د بهسود د ولسوالۍ اوسيدونکې ميرمن صديقه مبارز دويچه ويلي ته وويلي چي : په خواشينۍسره د رواني اونۍ د يکشنبې په شپه د وسله والو کسانو لخوا چي په پيکا او راکټ سره سمبال ول ،د خلکو پر کورونو بريد وسو او تر همدغي شيبې پوري چي ستاسي سره ږغيږمه، ادامه لري . د دايميرداد سيمه چور اوتالا سوه او څه ناڅه زر کورونه له دايميرداد څخه اواره سوي، او په همدې ډول يې د کجاب پر لور پرمختګ کړيدی، چي تيره ورځ د کجاب کورونه په اور کي سوځيدل . تر اوسه 6تنه وژل سوي او د اسيرانو څخه خبر نلرو .

ميرمن مبارز وويل چي : د عيني شاهدانو د رپوټونو له مخي بريد کوونکي کوچيان زرو تنو ته رسيږي ،چي شپږ سوه تنه يې وسله وال دي .

داسي ويل کيږي چي د نوموړو سيمو د اوسيدونکو او د کوچيانوتر منځ دغه شخړه حقوقي اړخ لري ،خو ميرمن مبارز دا نه مني او وايي چي : زه د بهسود د خلکو استازې يمه، زه دا خبره ستاسي د لاري ټولي نړۍ ته رسوم او وايم چي د دغو خلکو سره موږ هيڅ کومه حقوقي دعوه نلرو . دوی د سيمي او په خاص ډول د بهسود په ولسوالۍ کي د ملکيت هيڅ کوم اسناد نلري او هان د امير عبدالرحـمن خان ظالمانه فرمان هم نلري چي د درلودو ادعا يې کوي .

Flash-Galerie Bundeswehr in Afghanistan
انځور: picture-alliance/ dpa/dpaweb

دا سياسي لوبي دي چي د پردې ترشا سياسي ګټي ورڅخه اخيستل کيږي .

خو د بلي خوا بيا کوچيان دغه ادعاوي نه مني . په ولسي جرګه کي د کوچيانو استازی حاجي علم ګل کوچی وايي چي کوچيانو لمړی بريد ندی پيل کړی، بلکي د سيمي د اوسيدونکو لخوا پر کوچيانو د درندو وسلو ډزي سوي، او کوچيان دې ته مجبوره سويدي، چي متقابل بريد وکړي .

علم ګل خان کوچی وايي چي که چيري دولت په رښتيا سره غواړي، دغي شخړي ته د پای ټکی کښيږدي ،نو د سيمي حکومتونه دي ملي کړي او د کوچيانو ملکيتونه دي د اسنادو له مخي کوچيانو ته وسپاري .

خوميرمن مبارز وويل چي په ولسي جرګه کي د هزاره قوم استازو د دغي پيښي په اړه په کلک اعتراض لاس پوري کړی او يوه اعلاميه مو هم خپره کړيده ، چي د اعلاميې درې مادي د جمهورريس لخوا منل سويدي .

لمړی بايد کوچيان ډير ژر د سيمي څخه ووځي ، بيځايه سوي کورنۍ بيرته خپلو کورونو ته وګرځول سي ،او دتاوانونو او سوځول سوو کورو تاوان د مقابل لوري څخه واخيستل سي.

دولتي چاواکي د ولسمشر په ګډون اعتراف کړی چي دولت ندی توانيدلی چي د دغي ستونزي او شخړي مخنيوی وکړي ،او يوه سوله ايزه قانوني دحل لار ورته پيدا کړي .

د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر تيره ورځ د يوې خبري ناستي په تر څ کي وويل چي : د کوچيانو او ميشتو خلکو تر منځ شخړه، سياسي خبرو او حقوقي بنسټونو ته د قضيې سپارلو ته اړتيا لري .

اتمر وويل چي د هيواد امنيتي ځواکونه مکلف دي دخلکو څخه د دفاع په خاطر اقدام وکړي او د هغو کسانو پر ضد قاطع عمل وکړي چي پر خلکو يې ظلمونه کړيدی .

د سياسي کارپوهانو په نظر د کوچيانو او هزاره ګانو تر منځ شخړه سياسي علتونه لري او ځيني ګاونډي هيوادونه دغي شخړي ته لمن وهي . د چارو کارپوه ډاکتر عبدالقدير وايي چي د تاريخ په اوږدو کي کوچيانو او هزاره ګانو د وروڼو په ډول ګډ ژوند کړيدی .

د يادوني وړ ده چي سه شنبه د دولت لوړپوړی پلاوی د ولسمشر د مرستيال کريم خليلي په مشرۍ سيمي ته ورغلی ،او د دواړو خواوو د استازو سره يې کتلي دي .

خليلي رسنيو ته وويل چي اوس جګړه دريدلې ده . د کارپوهانو په نظر درې کاله د مخه هم په دغه سيمه کي ورته پيښي رامنځ ته سوي وې اودادی يو وار بيا په خونړيو پيښو واوښتي . داپلا هم دا ډاډ ندی موجود چي پلاوی دي وکولای سي ،دغي شخړي ته د پای ټکی کښيږدي .

انور بری پال

کتونکي : محمد قاسم نوري