1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بيت المقدس کي دېوال جوړول بند سول

۱۳۹۴ مهر ۲۸, سه‌شنبه

د اسرائيلو د لومړي وزير په کابينه کي د ښی اړخو وزيرانو تر اعتراض وروسته په بيت المقدس کي د يهوديانو سيمي د ساتلو په موخه د لنډمهاله دېوال جوړول بند سول. دغو وزيرانو ويلي دي چي بيت المقدس بايد نه ووېشل سي.

https://p.dw.com/p/1GqmT
Israel geplante Mauer in Jerusalem
انځور: Reuters/A. Cohen

په بيت المقدس کي د فلسطينيانو او يهوديانو د سيمو ترمنځ د لنډمهاله دېوال جوړېدل بند سول. د بنيامين نتانياهو په کابينه کي دوو وزيرانو چي په ښی اړخو پوري اړه لري د دې اقدام په اړه اعتراض کړی وو.

د هغوی په خبره څوک حق نه لري چي بيت المقدس چي «د اسرائيلو ځلانده او نه وېشونکې پلازمېنه ده» سره ټوټه کړي. په دې اعتراض سره د دېوال جوړول بند سول.

فلسطينيان ادعا کوي د بيت المقدس ختيځه سيمه چي اسرائيلو په خپلي خاوري پوري تړلې ده، بايد د فلسطين د خپلواک هيواد راتلونکې پلازمېنه وي.

دغه دېوال چي په پلان کي وه د بيت المقدس دوې برخي سره جلا کړي پر يهودي ميشتي سيمي باندي راگرځېد، څو فلسطينيان ونه کولای سي هلته پر يهوديانو باندي ډبري او اورونه وغورځوي.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ټينگار کړی دئ چي دغه اقدام امنيتي دی، نه سياسي. د اسرائيلی ورځپاڼي «هاآرتص» د معلوماتو له مخي بنيامين نتانياهو اوس د يوې بلي لاري په لټه کي دی.

څو ورځي وړاندي د بيت المقدس او «معله آدوميم» ښارگوټي ترمنځ واټ باندي سخت زورزياتی وسو. په دغه سيمه کي يهوديان مېشت دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب