1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تاجکستان کي دښمن اړخونه خبرو ته سره کښېنستلي

۱۳۹۱ مرداد ۴, چهارشنبه

په تاجکستان کښي دولتي چارواکي له غير مسئولو وسله والو ډلو سره د خبرو اترو مېزته کښېنستلي دي. حکومت له دغو کسانو څخه د يوه تاجکي جنرال قاتلان غواړي.

https://p.dw.com/p/15eIg
انځور: DW

د تاجکستان د گورنو- بدخشان په سيمه کښي چي د سه شنبې د ورځي راهيسي د دولت او وسله والو کسانو تر منځ خونړی جنگ روان وو اوس د خبرو اترو په موخه د لنډ وخت له پاره اوربند اعلام سوی دئ.

د تاجکستان امنيتي چارواکو ويلي دي، چي دواړي غاړي په دې تلاښ کي دي، چي يوې موافقې ته سره ورسيږي. حکومت له غير مسئولو کسانو څخه د وسلو تسليمولو او د هغو څلورو کسانو د ورسپارلو غوښتنه کوي، چي د تاجکستان د ملي امنيت ادارې د يوه جنرال عبدالله نظروف په وژلو کښي لاس لري.

دغه اوربند د نن چهارشنبې(۲۰۱۲ د جولای ۲۵) د ځايي وخت د ماپښين تر ۲ بجو پوري دوام کوي. دواړي غاړي تلاښ کوي، چي نور په سیمه کښي خونړي جنگ ته د پاي ټکی کښېږدي او نوري ويني توی نه سي.

په دغه خبرو اترو کښي د تاجکستان د دفاع وزير شيرعلي خيرالله يف او د دولت پخواني مخالف قوماندانان گډون لري.

د خبرو اترو په گډون کوونکو کښي طالب عيان بيکف، چي د ملي امنيت ادارې له خوا د جنرال نظروف د وژلو طراح بلل سوی دئ نسته. خو د هغه استازو او پلويانو پکښي گډون کړی دئ.

جنرال نظروف د تاجکستان په اشکاشم ولايت کي هغه مهال ووژل سو، چي د دغه ولايت د خاروغ ښار ته روان وو.

د جنرال تر وژلو وروسته په سيمه کښي د تاجکستان د حکومت د پخواني مخالف قوماندان طالب عيان بيکف د نيولو عمليات پيل سول، چي تر اوسه پوري روان دي.

ويل کيږي، چي د دواړو غاړو څخه تر اوسه پوري شاوخوا ۴۰ تنه وژل سوي دي او ډير شمېر نور هم ټپيان سوي دي.

له سيمي څخه راپورونه وايي، چي په دغه جنگ کښي ډيری اولسي خلک هم وژل سوي دي. خو دولتي چارواکي دغه ادعاوي ردوي، او وايي، چي جنگ په غرنيو سيمو کښي دي چي هلته ملکي وگړي ډير نسته.

د خاروغ په ښار کښي یوه افغان چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي په تاجکستان کښي د دويچه ويله خبريال ته د تليفون پر ليکه ويلي دي، چي په دغو وسله والو نښتو کښي تر دووسو هم زيات انسانان وژل سوي دي.

خو د بدخشان ولايت د ملي امنيت ادارې ويلي دي، چي ددغو عملياتو په ترڅ کښي ئې تر اوسه پوري ۳۰ تنه غير مسئول وسله وال وژلي دي او ۴۰ تنه نور ئې ژوندي نيولي دي. د هغه په خبره په دغه نښتو کښي دغه راز ۱۲ تنه عسکر وژل سوي دي او ۲۳ تنه نور ټپيان دي.

بدخشان د تاجکستان په ختيځ کښي د پامير د غرونو په منځ کښي پروت ولايت دئ، چي ډير لږ اوسیدونکي لري.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم