1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تاجکستان کي د کودتا په تور نيول سوي افغانان د بنده تښتېدلي دي

۱۳۸۹ شهریور ۱, دوشنبه

د تاجکستان د امنيتي چارواکو په خبره تيره شپه د هغه هيواد د ملي امنيت د محبس څخه ۳۰ بنديان چي په هغو کي ۴ تنه افغانان ول د څو تنو امنيتي ځواکونو په وژلو بريالي سوي چي د بنده وتښتي.

https://p.dw.com/p/Otpt
د تاجکستان د مرکز دوشنبې ښار د ورځني ژوند يو انځور
د تاجکستان د مرکز دوشنبې ښار د ورځني ژوند يو انځورانځور: DW

په تښتېدلو کي ۴ تنه افغانان او ۵ تنه هغه روسان هم شامل دي چي په دې وروستيو کي په تاجکستان کي دکودتاد هڅي په تور محکمه سوي ول.

د سرچينې په خبره «تيره شپه د دوو بجو په شاوخوا کي يو تن بندي د زندان د ساتونکي څخه وسله اخستې هغه يې وژلی او وروسته يې د څو تنه نورو ساتونکو په وژلو سره د کوټو کيلۍ يې پيداکړي او بنديان يې هم آزاد کړي دي.»

په تاجکستان کي امنيتي سرچينې انتر فکس خبري آژانس ته ويلي دي چي ټول تښتېدلي کسان د هغو ۴۶ تنو د ډلي څخه دي چي په دې وروستيو ورځو کي په دې تور محکمه سول چي په تاجکستان کي يې د کودتا هڅي کولې.

د تيري پنجشنبې په ورځ د تاجکستان د ستري محکمې د مطبوعاتي څانګي لخوا په دوشنبې کي ددغو کسانو د مجريم پيژندلو د حکم د صادريدوخبر ورکړی و.

متهمينو ته د لسو څخه تر عمري بنده پوري سزا ټاکل سوې وه.

د ۲۰۰۹ کال د جون د مياشتي په لومړيو کي د تاجکستان د کورنيو او ملي امنيت ځواکونو د عملياتو په جريان کي د هغه بانډ څو تنه ونيول سول چي غوښتل يې د تاويلدار ولسوالي او قومانداي ونيسي.

هغه وخت د عملياتو په جريان کي د تاجکي پوليسو لخوا ددغه بانډپنځه تنه روسي اتباع وژل سوي ول.

د تاجکستان د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخه بانډ غوښتل چي د تاويلدار ولسوالۍ خواته خپل فعاليتونه پراخ کړي، چي په هغه غرنۍ سيمه کي بيا د هغوﺉ لټون سخت دی.

دغه راز ددغو عملياتو په ترځ کي د تاجکستان د بيړنيو حالاتو د ادارې پخواني مامور او د هغه هيواد په کورنۍ جګړه کي پېژندل سوی قومندان جنرال ميرزا زيوف ووژل سو.

دغه راز د هغه ملګری نيعمت عزيزوف چي د ازباکستان د اسلامي حرکت سره په اړيکو تورن دی و نيول سو.

د سرچيني د مالوماتو د مخه د ازبکستان اسلامي حرکت په ۱۹۹۶ ميلادي کال کي د افغانستان په جنوبي ولايت کندهار کي تاسيس سو او د مرکزي اسيا د فرغانې په سيمه کي فعاليت کوي.

د ازبکستان د اسلامي حرکت جنګيالي وخت ناوخته په قرغزستان او تاجکستان کي د دولتي چارواکو لخوا نيول کيږي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم