1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تاجیکستان کې د یوه اسلامپاله ګوند د ۱۳ غړو محاکمه پیل شوه

۱۳۹۴ بهمن ۲۱, چهارشنبه

په تاجیکستان کې د یوه اسلامپاله مخالف ګوند ۱۳ غړي، د سه شنبې په ورځ محکمې ته حاضر کړل شول. پر دغو کسانو باندې تور دی چې داسي ناامنیو ته لمن وهلي دي چې تیر کال یې په پایله کې په لسونو تنه ووژل شول.

https://p.dw.com/p/1Hse0
انځور: picture-alliance/dpa/R. Haid

د تاجیکستان د ستري محکمې یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغو کسانو محکمه د تړلو دروازو تر شا ترسره کیږي. هغه زیاته کړې ده چې پر ۱۳ تنو تورنو کسانو باندي د اساسي قانون د نظم له منځه وړلو او د یوې جرمي ډلي جوړولو تورونه لګول شوي دي.

د مرکزي آسیا د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د امنیتي ځواکونو او د هغه وخت ګوښه شوي دفاع وزیر مرستیال پلویانو تر منځ د نښتو په پایله کې تر پنځوسو ډیر کسان ووژل شول.

له دې تاوتریخوالي سره په تړاو ټول ټال ۱۹۹ کسان نیول شوي دي. چارواکو ویلي دي چې د دې تاوتریخوالي په پایله کې د تاجیکستان د دفاع وزیر مرستیال عبدال الیم نظرزاده، او د هغه ۳۷ ملګري ووژل شول. پر دې سربیره د نښتو په پایله کې ۱۴ تاجیکي عسکر ووژل شول.

د تاجیکستان حکومت تیر کال د «تاجیکستان اسلامي نشأت ګوند» فعالیتونه منع کړل. دې ګوند په وار وار سره ویلي دي چې د تیر کال په نښتو کې یې لاس نه لاره.

امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د دغه ګوند د فعالیتونو پر بندیدو او همداراز د هغه د مشرانو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د بشري حقونو مدافع سازمانونو ویلي دي چې د دې ګوند نیول شوي غړي کیدای شي چې د دولتي ځواکونو له خوا د توقیف پر مهال وربړول شي.

منتقدین وایي چې د تاجیکستان حکومت له دې محکمې سره هڅه کوي چې د دغه هیواد اوسیدونکو د اسلام تر منځ واټن ډیر کړي.

په وروستیو وختونو کې په تاجیکستان کې هم اسلامي افراطیت یو څه زور اخیستی دی. ویل کیږي چې د دې هیواد په سونو اوسیدونکي په عراق او سوريه کې له داعش سره یوځای شوي دي.

له بلې خوا داسې رپوټونه هم شته چې د تاجیکستان پولیس په زور سره د خپل هیواد د یو شمیر وګړو ږیري خريي. د هیواد پارلمان هم داسې یو قانون تصویب کړی دی چې له مخې یې تاجيکان نه شي کولای پر خپلو ماشومانو باندي عربي نومونه کښېږدي.