1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تایلند کې پوځي کودتا وشوه

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۱, پنجشنبه

د تایلند د پوځ مشر جنرال پریوت چان اوچا، ویلي دي چې پوځ د دې هیواد د حکومت کنترول په لاس کې نیولی دی. هغه زیاته کړې ده چې پوځ به بیرته دغه هیواد ته ثبات راولي.

https://p.dw.com/p/1C4j2
انځور: Reuters

د تایلند د پوځ مشر د پنجشنبې په ورځ په دې هیواد کې د کودتا اعلان وکړ او ویې ویل چې پوځ به د حکومت چارې په لاس کې واخلي. هغه په یوې ژوندۍ تلویزیوني وینا کې روښانه کړه چې دغه کودتا په د تایلند پر بهرنیو اړیکو باندې اغیزه وا نه چوي بلکې اصلي هدف یې په تایلند کې چې له څو میاشتو راهیسې له سیاسي ناآرامیو سره لاس او گریوان دی د ثبات بیا رامنځ ته کول دي.

پوځ همداراز د مظاهرو سیمې له مظاهره کوونکو څخه پاکې کړې دي او ویلي یې دي چې غواړي په دې ترتیب سره د لا ډیر تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو مخه ونیسي. اوچا په خپلې تلویزیوني وینا کې وویل: «د ملي سولې او نظم د ساتنې شورا د مې پر ۲۲مه نیټه د ماښام په ۰۴:۳۰ بجو [سیمه ییز وخت] د تایلند واک په لاس کې نیولی دی.»

په تایلند کې د تیر کال له نویمبر میاشتې راهیسې د حکومت پر ضد مظاهرې روانې دي. تر دې مخکې پوځ هڅه کړې وه چې د تایلند په سیاسي شخړه کې د ښکیلو اړخونو تر منځ د خبرو اترو له لارې جوړ جاړی وکړي. خو د دغه جوړ جاړې له پاره هڅې له همدې کودتا سره پای ته ورسیدې.

د تایلند د پوځ مشر ویلي دي چې په هیواد کې به داسې ریفورمونو ته لاره هواره کړي چې په پایله کې به یې د ټولو گوندونو قناعت حاصل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب