1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تایوان کې اور لگیدنې د ۵۰۰ زیات انسانان ټيپان کړل

آژانسونه / شمس الرحمان ناصر۱۳۹۴ تیر ۷, یکشنبه

د تایوان د پلازمینې تايپي په لیري پرتې سیمې فارموسا فن کوسټ په یوه تفریخي پارک کې د اور لگیدنې له امله د ټپیانو شمیر ۵۱۶ تنو ته رسیدلې چې په دوی کې د ۲۰۰ زیات سخت سوځیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1Foeq
انځور: Reuters

ویل شوي چې د دغو سختو ټپیانو له پاره راتلونکي ۲۴ ساعتونه ډیر مهم دي. د تايپی په ۳۷ روغتونونو کې د بستر شوو کسانو شمیر تر ۴۰۰ لوړ ښودل شوی. په ټپیانو کې د ۴ تنو چیچنایان تر څنگ دوه تنه نور بهرنیان هم شامل دي.
اور د سیمه ییز وخت د شپې د اته نیمو بجو په شاوخوا کې هغه وخت زور واخیست چې نږدې ۱۰۰۰ تنه مینه وال د میوزیک مخې ته نڅیدل او پر دوی د رنگه پوډرو سپری پاشل کیده. د سیمه ییز حکومت یوه چارواکي لِن چیهه یُو وویل چې دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې رنگه پوډر څنگه اور اخیستې دی.

د فرانس پریس خبري آژانس د عینې شاهدانو په حواله لیکلي دي کله چې د اور لمبو د خلکو یوه لویه ډله په غیږ کې ونیوله، نو د قیامت د ورځې حالت وو.
د مختلفو خلکو له خوا په اخیستل شوو ویډیوگانو کې لیدل کیږي چې ځوانې نجونې او هلکان د ستیج مخې ته موسیقۍ ته نڅیږي او پر دوی د شین او آبي رنگونو پوډر سپری یا پاشل کیږي. په ویډیو کې لیدل کیږي کله چې رنگه پوډر اور اخلي په ناڅاپې توگه د دغو ځوانانو تفریح پر یو وحشت بدلیږي او ټول د اور په لمبو کې سوزي او هر څوک د خپل ژوند د ژغورنې له پاره نارۍ سورۍ او منډې وهي.
ډیر شمیر خلکو د گرمې هوا له امله ډیر سپک او مختصرې جامې اغوستې وې. د ډیر شمیر خلکو بدنونه بیا په اور سوزیدلي ښکاریدل.
دغو ځوانانو د تایوان پلازمیې ته نږدې په دغه تفریحي پارک کې د« کلر پلې ایشیا» په نامه د نڅا او موسیقۍ یوه محفل جوړ کړې وو. کله چې اور ولگید په پیل کې ډیر شمیر خلکو فکر وکړ چې دا هم د نمائش یوه برخه ده خو کله چې خلکو چغې وهل پیل کړل او هرې خوا منډې وې بیا نو معلومه شوه چې یو څه پيښ شوې دي.
پولیسو د دغه پروگرام د مشر تر څنگ ۵ تنه شکمن کسان نیولي دي. د تایوان لومړي وزیر د پيښې ځای څخه د لیدنې پر مهال وویل : « تر هغې چې د ټولو حفاظتي تدابیرو په هکله مو ډاډ نه وي ترلاسه کړی د دا ډول محفلونو پر جوړیدو بندیز لگول کیږي.»

500 Verletzte bei Feuer und Explosion in Freizeitpark in Taiwan
انځور: Reuters