1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تخار کي سخت جنگ روان دی

عبدالباري حکيم۱۳۹۴ تیر ۹, سه‌شنبه

د تخار ولایت چاروکي وايي چې طالبانو د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ تر نیولو وروسته په گاونډي ولایت تخار کې د خواجه او ایشکميش ولسوالۍ ته د پرمختگ هڅه وکړه، خو د حکومت ځواک له مقابل يرغل سره مخامخ شول.

https://p.dw.com/p/1FpyV
انځور: picture-alliance/epa/G. Habibi

د تخار ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند، خلیل اسیر له دويچه ويله سره په يوه مرکه کې وویل چې وسله والو طالبانو څو ورځي دمخه د خواجه غار ولسوالۍ څو کلي ونیول او غوښتل چې ولسوالي هم ونیسی.

اسیر زياته کړه چې د افغانستان د امنيتي ځواک گډ عملیات روان دي، څو دوه «کلي» د مخالفانو له حضور څخه بیرته پاک کړي.

د تخار ولایت خواجه غار ولسوالي د کندز ولايت له دشت ارچي ولسوالۍ سره اوږده پوله لري.

وسله والو طالبانو څو ورځي دمخه د تخار په گاونډي ولایت کندز کې په ناڅاپي توگه دوې ولسوالۍ، چهار دره او دشت ارچي د حکومت له تصرفه وایستلې. وروسته حکومتي ځواک په دې وتوانید چې چهار دره ولسوالي بیرته آزاده کړي.

د تخار ولایت د امنيې قومندانۍ ویاند وویل، که څه هم دشت ارچي لا تراوسه د یاغیانو په لاس کې ده، خو د تخار ولایت پر لور د یاغیانو د پرمختگ مخه نیوله شوې ده: «سمدلاسه د تخار ولایت د خواجه غار، ایشکميش او درقد ولسوالیو ته گواښ موجود دی. په دغو ولسوالیو کې وسله وال مخالفان فعال دي. د تخار په نوري ولسواليو او مرکز کې امنيت دی.»

ویاند یادونه وکړه چې له طالبانو سره په دغو عملیاتو کې دباندني جنگيالي، لکه چیچینان او ازبکان مرسته کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب