1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کي د کُردانود مسلې د حل پخاطر اميدواري

۱۳۸۸ مرداد ۲۳, جمعه

د اونيو راهيسي په ترکيه کښي پر يوه ډېره مهمه موضوع بحثونه روان دي . د کُردانو تر موضوع په ترکيه کي نن سبا بله مهمه موضوع نسته ...

https://p.dw.com/p/JBOU
په اروپا کښي د کُردانو د موضوع د حل پخاطر مظاهرې
په اروپا کښي د کُردانو د موضوع د حل پخاطر مظاهرېانځور: AP

ويل کيږي چي د کُردانو د ستونزې هواري اوس دومره ډيرامکانات لري چي تر مخه يې هيڅکله نه درلودۍ . له همدې وجي د ترکيې لومړی وزير رجب طييپ اېردوان وايي :

«موږ بايد د خپل ځان څخه يو څو پوښتني وکړو او بايد ټوله ملت پر دغه فکر وکړي چي موږ چيري يوه اشتباه کړېده؟ موږ چيري غلط سياست په کار اچولی دی؟ او زموږ کوم کار غلط ؤ؟

دا چي د ترکيې لومړی وزير د کُردانو د ستونزي د هوارۍ دپاره دومره فعاله سوی دی ،يو دليل لري . د کُردۍ وسله والې ډلې پي کې کې مشر عبدالله اوچلان چي اوس و استانبول ته نژدې په يوه محبس کښي خپل عمري بند تېروي ،اعلان کړی دی چي د شنبې په ورځ به د کُردانو د ستونزې په هکله يوه تګلاره خپره کړي . دا چي ايا دا کار به په رشتيا تر سره سي او که نه لا نده معلومه .

ګرچه د پي کې کې د مشر عبدالله اوچلان تګلاره لا تراوسه نده خپره سوې ،خو د ترکيې حکومت دمخه لا په بعضو کاروپېل کړی دی . د دې په خاطرچي د پي کې کې جنګيالي د جګړې څخه لاس واخلي ترکيه غواړي چي هغه کلي چي کُردي نومان يې اړول سوي وه، بېرته په خپلو زړو کُردي نومانو ونوموي . زياتره دغه کلي او ښارونه د اناتوليا په جنوب کي پراته دي . د دې خبري د ثابتولو دپاره چي د ترکيې حکومت په رشتيا هم د کُردانو ستونزه هوارول غواړي ،د ترکيې اولس مشر عبدالله ګيول څو ورځي ترمخه د بيټليس د ايالت مرکزي ښار‎ ګيورو ماک ته سفر وکړۍ ،او د ښار نوم يې په پخواني کُردي نوم، نورسين واړوۍ .

د ښار اوسېدونکي پدې ډېر خوشاله سول . يو کردی وايی :

«دغه کار زموږ پر احساساتو ډېره اغېزه کړېده . دا د خوښۍ يو ډيرښه احساس دی چي زموږ ښار بېرته پخپل زاړه نامه نومول کيږي .

يوه اونۍ تر مخه لومړي وزير اېردوان د هغه کُردي ګوند د غړو سره هم وليدل چي د ترکيې په پارلمان کي چوکۍ لري . پر ډي ټې پي نومي دغه ګوند زياتره ملتپال ترکيان شک لري چي د وسله والي ډلي پي کې کې يوه څانګه ده.

ډير تُرکان هم د کُردانو دمشکل د هوارۍ دپاره د حکومت د هلو ځلو ملاتړ کوي، خو بعضي ملتپاله ګوندونه هغه ته د شک په سترګه ګوري . د بعضو ترکانو په نظر د کُردانو ډيري غوښتني پوره کول به د اتاتُرک لخوا جوړ سوي ملي دولت سره غداري وي ، د کوم پراساس چي بايد د تُرکيې يوه ژبه او يو کلتور وي .

اولريش/ محمد ولي اڅکزی

کتونکی : محمد قاسم نوري