1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه کې له ويجاړونکو بريدونو وروسته ویر او مظاهرې دوام لري

آزانسونه۱۳۹۴ مهر ۱۹, یکشنبه

د ترکيې په معاصر تاریخ کې له تر ټولو سخت بريد وروسته په زرونو انسانانو د اردوغان د حکومت په وړاندې مظاهرې وکړې. د وروستيو څرګندونو له مخې کابو ۱۰۰ انسان مړه او تقريبا ۲۵۰ ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/1GmIL
انځور: picture-alliance/AP Photo

«غل، قاتل، اردوغان» دغه شعار په استانبول کې پارېدلو مظاهره چيانو ورکاوه. د دغه لوی ښار په زړه کې ۱۰۰۰۰ راټول شويو انسانانو پر ولسمشر، رجب طيب اردوغان، باندې هم د شنبې ورځې بريځر مهال (له غرمې مخکې) تر سره شوي بريد يو څه پړه اچوله. بريد په انقره کې د حکومتي منتقدينو پر سوله يز لاريون باندې تر سره شوی ؤ. په نورو شعارونو کې د کردانو پر منع شوي کارګر PKKګوند باندې د غچ اخيستلو غږ وشو. پوليسو پراخ حضور درلود، خو مداخله يې ونه کړه. په نورو ښارونو کې لکه ايزمير، بتمن، اورفه، وان او د دياربکر کې هم خلک کوڅو ته راوتلي ول. د دياربکر ډېري اوسېدونکي کردان دي. هلته د عيني شاهدانو په حواله نښتې هم وشوې چې پوليسو له اوښکي بهونکي ګاز څخه کار واخيست.

په انقره کې ځانمرگي برید
په انقره کې ځانمرگي بریدانځور: Getty Images/G. Tan

په آلمان کې هم کردانو مظاهرې وکړې

د ترکيې تر غبرګو بريدونو وروسته، د کردانو په پلويتوب د آلمان د برلين، هامبورګ، فرانکفورت ام ماين او شتوتګارت په ښارونو کې هم مظاهرې وشوې. امنيتي ځواکونو د هغوی سوله يزه بڼه تاييد کړې ده. د انقرې د بريد د مړو شمېر د رسمي څرګندونو له مخې ۹۵ تنو ته ختلی دی. کردي پلوي HDPګوند له ۹۷ وژل شويو کسانو څخه خبرې کولې. څه نا څه ۲۵۰ انسانان ژوبل شوي هم دي. له پارلماني ټاکنو درې اوونۍ وروسته، د HDPګوند د خپلو څرګندونو له مخې د تروريسي بريدونو اصلي هدف و. هغه د هېواد پر محافظه کار اسلامي مشرتابه باندې سخت تورونه لګوي. د دغه ګوند مشر، صلاح الدين دېميرتاس، د دولت له خوا پر ولس باندې د يوه بريد څخه خبرې کولې. هغه وويل: «تاسو قاتلاين ياست. ستاسو لاسونه په وينو ککړ دي.» دېميرتاس نيوکه وکړه چې د AKPحکومت نه په جولای مياشت کې پر کردي پلوو فعالينو باندې د جنوبي سوروش ښار کې بريد او نه په جون مياشت کې د HDPپر انتخاباتي کمپاين باندې په دياربکر کې شوی بريد، په جدي ډول پلټلی دی. د سوروش ښار بريد پړه، چې ۳۴ انسانان پکې وژل شوي ول، حکومت د داعش پر تروريستانو اچولې وه. خو جهاديانو خپله د بريد مسووليت نه ؤ اخيستی. له دغه بريد سمدلاسه وروسته، د پي کی کی او دولت تر منځ شخړه ډېره ترينګلې شوه او په سوونو انسانانو له هغه راهيسې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په انقره کې ه ځانمرگي برید څخه مخکې سولیزه مظاهره
په انقره کې ه ځانمرگي برید څخه مخکې سولیزه مظاهرهانځور: Getty Images/D. Karadeniz

د ترکيې ولسمشر، اردوغان، چې درې ورځې ملي ماتم يې اعلان کړی دی، د يوې هر اړخيزې پلټنې ژمنه کړې ده. هغه، پېښه د هېواد پر يووالي او سولې باندې د «کرکې وړ بريد» وباله او انتخاباتي کمپاينونه سمدلاسه وځنډول شول. حکومت د دوو ځانمرګو بريدونو څخه خبرې کوي. صدراعظم، احمد داودوغلو د خونړيو بريدونو مشکوک عاملين، د «اسلامي دولت» يا داعش ترهګره ډله، د کردانو کارګر ګوند پي کی کی يا دوې نورې کيڼ اړخې افراطي ډلې په ګوته کړې.

د دموکراسۍ او سولې پر ضد بريد

په لويديځو هېوادونو کې بريد پر دموکراسۍ او د بيان د آزادۍ په وړاندې بريد وګڼل او وغندل شو. د آلمان صدراعظمې، انګلا مېرکل خپل ترکي سيال، داودوغلو ته ليکلي دي، که څرګنده شي چې دا د تروريستانو کړنې دي، نو «هغه بيا ډېر بزدلانه اعمال دي چې سيده د مدني حقوقو، دموکراسۍ او سولې په وړاندې تر سره شوي دي.» د آلمان ولسمشر، يواخيم ګاوک، بريد د «بشريت، دموکراسۍ او ټولنيز پيوستون» پر ضد وباله. د متحده ايالاتو ولسمشر، بارک اوباما، د سپينې ماڼۍ په حواله د تليفون له لارې اردوغان ته د تروريزم په وړاندې په جګړه کې د ترکيې له ولس څخه د امريکايانو د پيوستون او ملاتړ څخه خبرې وکړې.