1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

په ترکيې او یونان کې سختې زلزلې شوي

۱۳۹۶ تیر ۳۰, جمعه

د یونان په کاوس ټاپو او د ترکیې په ایګین ساحل کې د ریشتر په کچه ۶،۷ درجې زلزله شوې چې له کبله یې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي. زلزلې ډیر سیلانیان له خپلو هوټلونو څخه دباندي، د سړک پر سر خوب ته اړ کړل.

https://p.dw.com/p/2gvP8
Griechenland Seebeben in der Ägäi
انځور: picture alliance/dpa/AP/KosToday/Uncredited

د پنجشنبې په ورڅ ژغورونکي په کاوس ټاپو کې د داسې کسانو په لټه کې ول چې د زلزلې له کبله په خپلو کورونو کې بند پاتي شوي ول. په سیمې که کې لږ تر لږه ۱۲۰ تنه ټپیان شوي دي او یوه لویه ودانۍ نړیدلې ده.

له بلې خوا بیا په ترکيه کې د يوه ساحل ځینې برخې هم ویجاړې شوې دي چې پکښې د ۱۴مه پیړۍ ځيني تاریخي ودانې او ځایي مسجد هم شامل وو.

د یونان چارواکو خبر ورکړی دی چې د وژل شویو کسانو په ډله کې یو ترکی او یو سویدني وګړی شامل دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د زلزلې له کبله د رامنځ ته شویو ویجاړیو انځورونه هم خپاره شوي دي. شل کلنې لاورن دفي، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې هغه، مور او خور یې تر زلزلې وروسته له هوټله ایستل شوي دي.

هغې زیاته کړې ده: «موږ په خپل هوټل کې ویده وو، چې ډیرو سختو ټکانونو ویښ کړو. موږ چیغې وهلې چې راته وویل شول چې له هوټله ووځو.»

ډیر شمیر کسان ځکه هم ټپیان شوي دي چې د تعمیر د نړیدو له ویرې یې ځانونو له کړکیو اچولي دي.