1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه کي ولي اوس ډیر انسانان ځانونه وژني؟

۱۳۹۸ آبان ۲۸, سه‌شنبه

په ترکیه کي د ځان وژني سلسلي پای نه تر سترگو کیږي. همدا تازه بیا درو کورنیو د زهرو په واسطه ځان وژنه کړې. اپوزیسون وايي چي اقتصادي بحران انسانان د مرگ پر لور بیايي. خو نور یې بیا دا یوازني علت نه بولي.

https://p.dw.com/p/3TJSp
Türkei vermutlicher Selbstmord einer Familie in Antalya
انځور: DHA/A. Cinar

د استانبول د بارکیر کوئ، په ناحیه کي سهار وختي د پولیسو ماموریت: تیره جمعه (د نومبر  میاشتي ۱۵ نیټه) هغوی د یوه اپارتمان دروازه خلاصوي. گاونډیانو د دې دمخه د کیمیاوي بوی څخه اطلاع ورکړې وه، کوم چي له اپارتمان څخه د راوتو په حال کي وو. پولیس په دغه کور کي درې جسدونه پیدا کوي. داسي چي یو ۳۸ کلن زرگر خپل ځان، خپله ښځه او شپږ کلن زوی د سیانید زهرجن گاز په واسطه وژني، کوم چي اکثرأ په کانونو کي استعمالیږي. ویل کیږي چې دغه پلار چي خپل فامیل یې هم ورسره وواژه، تر دې مخکي اقتصادي مشکلات درلودل.

دغي قضیې د ترکیې عامه ذهنیت تر شوک لاندي راوستی، ځکه چي له دې سره موازي دوې نوري پيښي هم د استانبول په فاتي ناحیه کي رامنځته سوي وې. هغوی هم د سیانید زهرجن گاز په واسطه ځانونه وژلي ول. په هغو کي څلورو کسانون ځانونه وژلي ول، چي دوه یې نارینه او دوې یې ښځي وې.

Markt  Diyarbakir Türkei
انځور: Getty Images/AFP/I. Akengin

«زه نور څه نه سم کولای»

همدا څو ورځي دمخه په مدیترانه يي ښار انتالیا کي په یوه اپارتمان کي پولیسو د یوه څلور نفره فامیل جسدونه پیدا کړل، چي یو یې پنځه کلن هلک او بله یې نهه کلنه نجلۍ وه. هغوی هم ځانونه د سیانید زهرجن گاز په واسطه وژلي ول.

ترکي رسنۍ خبر ورکوي چي د کورنۍ پلار تر ځان وژني دمخه بیکاره وو. هغه یو خط پرې ایښی وو او پکښي لیکلي یې ول: «زه بخښنه غواړم، خو زه نور نه سم کولای.»

ددغو ټولو قضیو ترمنځ نه یوازي دا چي د زهرجن گاز په واسطه یې وژل کیدل یو ډول ول، بلکي ددوی تر منځ غربت، پوروړتوب او یا بیکاري هم مشترکه وه.

اپوزیسون، اقتصادي بحران د دغو پيښو مسؤل بولي

په ترکي رسنیو او اجتماعي شبکو کي د ځان وژنو پر دغو سلسلو باندي ډیر مفصل بحثونه کیږي. په هغو کي د دسیسې جوړولو تیوري گاني هم رول لري. خو دا چي په ترکیه کي د اقتصادي بحران او ځان وژنو تر منځ څومره ارتباط موجود دی، ډیره شخړه ایزه خبره ده.

اپوزیسون تور لگوي، چي بیکاري او د ترکیې پولي واحد، لیرې رالویدل د شک او تردید یوې فضأ په رامنځته کولو کي رول لوبولی دی. د اپوزیسون لوی گوند CHP مشر کیمال کیلیچ دراگولو، په خپله یوه وینا کي د ځان وژني قضیو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «ولي هغه پيښیږي؟ په کثافاتو کی سړی داسي ښځي ویني، چي په خوړو پسي گرځي. موږ یو ډیر اجتماعي دولت او ډیر ثبات ته ضرورت لرو.»

Türkei | Angriff auf Oppositionspolitiker Kemal Kilicdaroglu in Ankara
د اپوزیسوني لوی گوند CHP مشر کیمال کیلیچ دراگولوانځور: picture-alliance/dpa/AA/A. Ozcan

خو ځيني ترکي کارپوهان بیا په دې نظر دي چي د ځان وژني دغه سلسلې پر یوې موضوع پورې نه محدودیږي. غربت پيژندونکې، حاصر فوگو وايي «دا غلطه ده، چي یوې ځان وژني ته د فردي او خالص رواني مشکل په حیث وکتل سي.» هغه ټینگار کوي، چي ځان وژنه اکثرأ اجتماعي عوامل لري: «دغه انسانان په ټولنه کي نه درک کیږي او اهمیت نه ورکول کيږي. هغوی ځانونه یوازي او بیچاره احساسوي. که پرهغو باندي اقتصادي مشکلات هم وراضافه سي، یعني د هغوی اساسي ضرورتونه پوره نه سي، لکه ډوډئ، اوبه او برق ور ونه رسیږي نو دغه مشکلات یې نور هم ډیریږي.»