1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه کې د یوه ایراني له معدې ۷۵۶ ګرامه هیروین ایستل شوي

۱۳۹۸ شهریور ۱, جمعه

د ترکيې په انتاليا کې پوليسو د يوه ايراني په معده کې ۷۵۶ ګرامه هيروين کشف کړي او بیا یې هغه را ایستي دي. تر دې مخکې هم ترکي چارواکو په يوې ايرانۍ لارۍ کې د ۲۳۳ کيلوګرامه هيروينو د موندلو خبر ورکړی وو.

https://p.dw.com/p/3OMdw
mit Kokain gefülltes Kondom
انځور: picture-alliance/dpa

د ترکې د اناتولي خبري آژانس په حواله د دې هیواد په انتاليا کې پوليسو د يوه ايراني په معده کې ۷۵۶ ګرامه هيروين کشف کړي او بیا یې هغه ایستلي دي. د دې خبري آژانس د پنجشنبې ورځې (د اګست ۲۲مه) په رپوټ کې راغلي چې د ترکيې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې پوليسو يو ايرانی تبعه چې ۷۵۶ ګرمه هيروين يې په ۴۵ کوچنيو بستو کې په خپله معده کې انتقالول، نيولی دی.

د هيروينو دغه بستې د انتاليا داکترانو د دغه کس له معدې څخه را ایستلي دي. شکمن کس اوس د هيروينو د ليږد په دليل د ترکيې قضايي اروګانونو ته سپارل شوی دی. د ترکيې د ګمرکونو د ساتنې پوليسو تر دغې پيښې دوه ورځې مخکې (سه شنبه د اګست ۲۰مه) هم ۲۳۳ کيلوګرامه هيروين په يوې لارې کې چې له ايران څخه ترکيې ته دننه شوې وه، موندلي ول. پوليسو دغه هيروين د آغري ايالت په سرحدي سيمې «ګوربولاغ» کې کشف او ضبط کړي وو.

ترکيي رسنيو د دغې پيښې اړوند يوه ويډيو خپره کړې ده. په دغې ويډيو کې ترکي چارواکي ښودل کيږي چې له ايران څخه د ترکيې خاورې ته دننه شوې يوه لارۍ دروي او بيا په هغې کې ۲۲۸ شکمنې بستې موندي.

د ايران د بهرنيو چارو وزازت د ۲۰۱۸م کال په جون مياشت کې ويلي وو چې په بهرنيو زندانونو کې ټول ټال ۲۹۱۶ تنه ايرانيان بنديان دي. د دغه وزارت په وينا، له دغو ايرانيانو څخه تر ټولو ډير شمير ېې د ترکيې په زندانونو کې د مخدره موادو او انساني قاچاق په دليل بند تیروي.