1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په ترکیه کې میندواره مهاجره تر جنسي تیري وروسته وژل شوې

۱۳۹۶ تیر ۱۶, جمعه

په ترکیه کې د برید کوونکو لخوا یوه سوریايي مهاجره د ماشوم د زیږیدنې لږ وخت وړاندې تر جنسي تیري وروسته په ډنډو وژل شوې. د وهلو له امله د هغې په ګیډه کې لس میاشتني ماشوم هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2gAUM
Polizist  Ankara
انځور: Getty Images/E.Ortac

تر برید وروسته، د ترکیې چارواکو د دې پیښې په تور دوه کسان نیولي او ویل کیږي چې د چارواکو په وینا دوی د دې «وحشي برید» مسوولیت هم منل دی. په دې هیواد کې کابو ۳ میلیونه سوریايي مهاجر ژوند کوي.

په ترکیه کې د دوغان په نامه خبري آژانس خبر ورکړی چې د سکاریا ښار په غرب کې دغه تورن کسان د دې ښځې کور ته داخل شوي او تر داخلیدو وروسته یې هغه او د هغې ځوی له ځانه سره دې سیمې ته څیرمه یوه ځنګل ته انتقال کړي. رپوټ همدا راز زیاتوي چې د دوی جسدونه د پنجشنبې په ورځ د سیمې ځینو کلیوالو موندلي دي.

دوغان په خپل رپوټ کې همدا راز لیکلي دي چې یادو دوو کسانو د دې میرمنې له خاوند سره یوځای په یوه فابریکه کې کار کوو.  څو ورځې مخکې د دې کسانو او د قرباني شوې میرمنې د خاوند ترمنځ لفظي شخړه هم رامنځته شوې وه.

دغه میرمن په داسې وخت کې وژل کیږي، چې د روانې جمعې په ورځ د هغې د ولادت ورځ ټاکل شوې وه.

د ترکیې د کورنیو د ساتنې وزیرې، فاطمه بطول سیان کیا دغه «وحشیانه» برید غندلی دی. په ورته وخت کې په دې هیواد کې دمیرمنو د حقونو مدافع سازمان پرخپله ټویټر پاڼه د وژونکو له پاره د «تر ټولو سختې سزا» غوښتنه کړې ده. د ساکارا ښاروال ذکي توچوغلو پر ټویټر ژمنه کړې چې د دې «ظالمانه قتل عام» عاملینو ته به سزا ورکړل شي.

د روانې اونۍ په پيل کې، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو دې ته اړ شوی وو چې د هغو رپوټونو او ادعاوو په هکله ځواب ووايي په کوم کې سوریايي مهاجر په ترکیه د جرمونو د احتمالي ډیریدو سبب ګڼل شوي وو.

نوموړي وروسته د خپلو خبرو په ترڅ کې دغه رپوټونه رد کړل. هغه په دې هکله وویل چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷م کلونو په ترڅ کې د سوریايي مهاجرینو د جرمونو کچه یوازې له یو فیصد څخه لږ پورته ده.

په عین وخت کې د ترکیې لومړي وزیر، بینالي یلدیریم بیا ویلي وو چې هر سوریايي مهاجر چې په جرم کې ښکیل وي، له دې هیواد څخه به اخراج شي.

د قتل دغه پیښه په ترکیه کې د میرمنو پر وړاندې د زور زیاتي د پیښو د زیاتیدو پرمهال رامنځته کیږي. شمیرې ښيي چې تیر کال په ترکیه کې ۳۲۸ میرمنې وژل شوي. په داسې حال کې چې دغه شمیرې بیا په ۲۰۱۲م کال کې ۲۱۰ میرمنې او په ۲۰۱۱م کال کې ۱۲۱ میرمنې ښوول شوې وې. یوازې په جون میاشتې کې په دې هیواد کې ۳۵ میرمنې وژل شوي دي.