1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیې کې پارلماني ټاکنې پيل شوې

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ خرداد ۱۷, یکشنبه

د ترکیې ولس نه یوازې دا چې پارلمان او حکومت ټاکي، بلکې دوی په حقیقت کې د ولسمشر اردوغان هغه پلان ته د مثبت یا منفي رایه ورکوي چې له مخې یې هغه غواړي په ترکیه کې ریاستي نظام جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/1FcsY
د ترکیې پارلماني ټاکنې
د ترکیې پارلماني ټاکنېانځور: picture-alliance/AA/Sezgin Pancar

د ترکیې د ولسمشر په توگه د رجب طیب اردغان تر ټاکل کیدو وروسته د لومړي ځل له پاره په دغه هیواد کې پارلماني ټاکنې ترسره کیږي. نظرسنجې ښئې چې د AKP یا پراختیا او عدالت محافظه پاله اسلامي گوند چې تر دولسو کلونو د ډیر وخت راهیسې واکمن دی ډیرې رای له لاسه ورکړي.

د عدالت او پراختیا گوند چې اردوغان یې له بنسټ ایښودونکو څخه دی له ۲۰۰۲ کال راهیسې په دغه هیواد کې واکمن او د ترکیې یو له قوي سیاسي گوندونو څخه دی. یو شمیر نظر سنجۍ ښئې چې دغه گوند په مجموع کې له ۴۰ څخه تر ۴۵ سلنه رای په اختیار کې لري. په دې توگه نو دغه گوند تر CHP یا سکولار گوند چې له ۱۸څخه تر۲۵ سلنه اوMHP یا ولسي گوند چې ۱۵ سلنه رای په اختیار کې لري ډیر مخکې دی.

اردوغان غواړي چې د ولسمشر په توگه ډیر واک ولري

د اردوغان له پاره چې په وروستیو میاشتو کې د صدارت له مقام څخه د ولسمشرۍ مقام ته رسیدلې دی یوازی دا مهمه نه ده چې د هغه گوند AKP دې په دغو ټاکنو کې د یو مخکښ او قوي گوند په توگه تائيد شي، بلکې هغه غواړي چې د نوي پارلمان په مرسته د دغه هیواد په اساسي قانون کې بدلون رامنځته کړي، څو په ترکیې کې ریاستي نظام ته لاره هواره کړای شي.

د دې کار له پاره د اردوغان د عدالت او پراختیا گوند باید د پارلمان له ۵۵۰ څوکیو څخه ۳ پر۵ مه برخه یعنې ډیر لوړ اکثریت ترلاسه کړي. دا چې د پراخیتا او عدالت گوند به دغه هدف ته ورسیږي او که نه، وخت به دې پوښتنې ته ځواب ووایې.

کردان مرکزي نقش لوبوي

د کردانو د خلق دیموکراتیک گوند(HDP) کولې شي په دې برخه کې اساسي رول ولوبوي. که دغه گوند وتوانید چې ۱۰ د مجموعي رایو ترلاسه کړي، نو په پارلمان کې به لږ تر لږه ۶۰ استازي ولري، له دې سره به دغه گوند د اردوغان د عدالت او توسعې گوند انتخاباتي هدف چې لږ تر لږه باید ۳۳۰ چوکۍ ترلاسه کړي،له گواښ سره مخامخ کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغانانځور: Klix.ba/F. Krvavac

که د کردانو د خلق دیموکراتیک گوند پارلمان ته لار پیدا نه کړي، تر ټولو په لومړي قدم کې گټه به یې د AKP یا عدالت او پراختیا گوند ته رسیږي.


د ځنو نظرسنجیو پر بنسټ د اردوغان یو شمیر مخالفین چې کردان هم نه دی د HDP گوند ته لیواله دي. دوی غواړي چې د کردانو گوند له تقویه کولو سره د اردوغان د ریاستي نظام جوړولو هدف ته د رسیدو مخې ته خنډ واچوي.


اردوغان د خپلو ویناو په ترڅ کې په ځانگړي توگه د کردانو پر گوند قوي منطقي لفظي بریدونه کوي. هغه څه چې په راتلونکي کې د اردوغان د سیاسي نقش پورې ارتباط پیدا کوي ولسمشر باید په ټاکنو کې خپله بې طرفي وساتي، په داسې حال کې چې اردوغان د خپلAKP گوند له پاره په ښکاره ډول مبارزه کوي. د هغه دا کار بیا د انتقاد کونکو له سختو نیوکو سره مخامخ شوې دی.


اردوغان په ترکیه کې د خپل زیرکۍ، فصاحت او بلاغت، ملي شخصیت او شهرت له کبله یو ښه مبارز دی، که نه نو د نظر سنجیو پر اساس د AKP گوند د پخوا په پرتله خپل محبوبیت له لاسه ورکړی دی.