1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تهران کې د عمران خان څرګندونو ولي جنجالي وې؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۴, چهارشنبه

د پاکستان د لومړي وزیر هغه اعتراف چې ويلي يې دي، د پاکستان له خاوري ترهګرو ډلو ایران په نخښه کړی دی، د پاکستاني سیاستوالو سخت انتقادونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/3HLEb
Pakistan PM Imran Khan trifft  Iran Präsident Hassan Rouhani in Tehran
انځور: Press Office/Prime Minister House

د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې عمران خان وویل: «زه په دې پوهیږم چې ایران له هغې ترهګرۍ اغیزمن شوی دی چې په پاکستان کې د فعالیت لرونکو ډلو پوري تړاو لري. موږ بايد یو په بل باور وکړو. دواړو هیوادونو ته په کار ده چې پرې نه ږدي خاوره يې د ترهګرۍ له پاره وکارول شي. موږ هیله من یو چې په دې سره به خپلمنځي باور زیات شي.»

پر دې موضوع د پاکستان مشهور خبریال حامد میر، د دویچه ویله له اردو څانګې سره په خبرو کې وویل: «لومړي وزیر د بلوچستان د وروستۍ پیښې یادونه کړې وه چې پکې ۱۴پاکستانیان وژل شوي او په دې هکله یې ایران ته خپل احتجاج هم کړی وو. پاکستان ایران ته ویلي دي چې په ایران کې د ترهګرو پټنځایونه شته.»

حامد میر زیاتوي چې که د کلبهوشن یاديو پيښې ته وکتل شي نو هغه هم د پاکستان د بې ثباتۍ له پاره ایراني خاوره کاروله او په تیرو وختونو کې د جندالله ډلې یاغیان په پاکستان کې نیول شوي دي: «د عمران خان اشاره غیر دولتي عناصرو ته وه او دا کومه د راز خبره نه ده. لومړي وزیر کوم ناسم کار نه دی کړی، خو پر دغسې موضوعاتو باید د خبرو پر مهال له ډیر احتیاطه کار واخلي.»

د پاکستان د لومړي وزیر تر څرګندونو وروسته په پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو کې پر عمران خان نیوکې وشوي. په پارلمان کې د پاکستان پيپلز ګوند غړې او د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر، پر عمران خان باندې انتقاد وکړ: «موږ د دې هیواد په فکر کې یوو، زموږ هیواد د خلکو له پاره د ملنډو یوه وسیله ګرځیدلې. اوس تاسو د دې هیواد له برخلیک سره نورې لوبې نه شې کولی.»

د پاکستان مسلم لیګ غړی خرم دستګیر خان، وایي چې دا لومړی وار دی چې په کوم بهرني هیواد کې دې د پاکستان صدراعظم دغه ډول اعتراف کړی وي.

د پاکستان یوه بل ژورنالیست اویس توحید، د دویچه ویله اردو څانګې سره په خبرو کې ویلي دي: «د عمران خان د بیانیې یوه جمله د سیاسي امتیازاتو له پاره کارول کیږي. په دغه سفر کې پاکستاني پلاوي ایران ته د اوړمارا، د حملې په هکله شواهد وړاندې کړل.»

د اویس توحید په خبره د ایران او پاکستان په اړیکو کې د اعتماد کمی لیدل کیږي. له تاریخي او کلتوري لحاظه پاکستان او ایران یو بل ته ضروت لري. اویس توحید زیاتوي چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه او بلوچستان ایالت کې د امنیتي ستونزو د حلولو له پاره ایران ته اړتیا لري. د هغه په خبره له بل اړخه ایران له اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دی نو ایران بیا پاکستان ته اړتیا لري.

اویس احمد زیاتوي: «د عمران خان د څرګندونو د لفظونو پر غوراوي سیاسي بحث کیدای شي، خو له هغې څخه غلطه معنا اخیستل د پاکستان او ایران د اړیکو له پاره سمه نه ده.»

بینش جاوید