1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تيرو ۲۴ ساعتونو کي په افغانستان کي د تاوتريخوالي پيښي

۱۳۸۹ مهر ۲۵, یکشنبه

په افغانستان کي د ايساف له مرکز څخه يو خپور سوی بيان کاږي چي د سويډن هيواد يو سرتيری د هغه هيواد په شمال مزارشريف کي د ماين په يوه چاودنه کي وژل سوی او دوه نور ژوبل سوي دي. د سويډن د دفاع وزارت هم پيښه تايد کړې ده.

https://p.dw.com/p/PgDF
انځور: picture alliance/dpa

چاودنه د سرتيرو پر زغره وال ګادي په مزار شريف ښار کي سوې چيري چي تير ډيره ځايه امنيت ډاډمن ښودل کيږي.

له دې سره د افغانستان په ماموريت کي د وژل سوو سويډني سرتيرو شمير ۵ تنو ته ورسيدی.

په يوه جلا پيښه کي بيا په کندهار کي د دولت ضد وسله والو دوه مهم قوماندانان وژل سوي دي.

د کندهار د والي د دفتر څخه په کابل کي دويچه ويله خبريال ته په يوه استول سوې وينا پاڼه کي راغلي چي دغه دوه قوماندان د ژړۍ ولسوالۍ د پاشمول او ريګ په کليو کي د ګډو ځواکونو سره په نښته کي وژل سوي دي.

وژل سوي قوماندانان عبدالخالق او کاکو نوميدل چي د دولتي چارواکو په وينا له کلونو راهيسي يي په دولت ضد خوځښتونوکي لاس درلود.

په وينا پاڼه کي دا هم راغلي چي د ملا رحمت الله په نامه يو بل طالب قوماندان په دغو عملياتو کي ټپي سوی هم دی خو داسي ويل کيږي چي نوموړی د خپلو وفادارانو له لوري خوندي ځاي ته ليږدول سوی دی.

له ختيځ افغانستان څخه بيا خبر خپريږي چي ګډو ځواکونو د طالبانو يو مهم قوماندان وژلی دی.

د ناټو ځواکونو په یوه بيانيه کي د وژل سوي قوماندان نوم ندی ښودل سوی خو دومره ويل سوي چي پيښه د پکتيکا په ولايت کي رامنځ ته سوې ده.

دغه راز په پلازمېنه کابل کي بيا افغان او بهرنيو ځواکونو د يو لړګډو عملياتو پر مهال د يوه افغان حکومتي مامور زوی د تښتونکو له منګولو ژغورلی او پينځه تنه يې په دې تور نيولي دي.

د ايتلافي ځواکونو په وينا دغه پيښه کابل ته په نږدي پرته يوه سيمه کي رامنځ ته سوي ده.

ځواکونه وايي چي له نيولو سوو کسانو څخه پوښتني ګرويږني رواني دي او تر اوسه نده معلومه چي هغوی په کومه ډله پوري تړاو لري.

په دغو عملياتو کي چي د دغه هلک د خلاصون په موخه په لاره اچول سوي ول د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ويل سوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل