1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تينس کي د نړۍ پياوړی لوبغاړی جکويچ سو

۱۳۹۰ تیر ۱۳, دوشنبه

د تينس د مسلکي لوبغاړو د کميټي «ATP» د درجه بنديو پر اساس د 2011 کال د «ويمبيلدون» قهرمان، نوويک جکويچ، د نړۍ تر ټولو پياوړی لوبغاړی ټاکل سوی دی.

https://p.dw.com/p/11omJ
جکويچ
جکويچانځور: AP

جکويچ د يکشنبې په ورځ په ورستی لوبه کي رافيل نادال ته ماته ورکړه. هغه مخکي له دي جو ويلفريد ته ماتي ورکړې وه. په دې ترتيب سره نو جکويچ د نادال د 56 انيويو لومړيوتوب ته د پاي ټګی کښېښود.

جکويچ د خپلي اتلولي په اړه خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي چي دا د ده له پاره يو ډيره لويه لاس ته راوړنه ده.

«زما روزونکو زه ډير تمرين کولو ته مجبور کړم. خو ما له لومړيو روځو څخه باور درلود چي زه به يوه ورځ د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی سم. زما دغه باور او سخت کار نن زه دغه موقف ته رسولی يم.»

روان کال د جکويچ له پاره يو ډير ښه کال وه. هغه په دغه کال کي 49 لوبي ترسره کړي چي په 48 لوبو کي بريالی سوی دی.

جکويچ د استراليا او ويمبيلدون د لوبو په ګډون په اتو تورنمنتونو کي بريالی سوی دی. جکويچ اوس 24 کلن دي خو دی ډير لويي لاس ته راوړني لري.

د ATP لخوا په خپاره سوي د تينس د لوبغاړو په درجه بندي کي، جکويچ لومړی، دوهم نادال او په همدې ترتيب سره د فيدير، موري، سودرلينګ او 15 نورو لوبغاړو نومونه شامل دي.

آژانسونه: مسعود جهش

کتونکي/ نجيب الله زيارمل