1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تيونس کي د لاريونونو او احتجاجونو لړۍ دوام لري

۱۳۸۹ دی ۱۸, شنبه

په تيونس کي هغه وخت د حکومت پر ضد د لاريونونو لړۍ پېل سوې کله چي يوه بېرزوگاره ځوان احتجاجا ځان ته اور واچوی.

https://p.dw.com/p/Qp4s
په تيونس کي ترمخه هيڅله داسي سترې مظاهرې نه وې سويانځور: DW

کله چې یو تابوت د یوه موټر څخه راکښته کیږي نو د سدي بوزید په سیمه کې یوه غوغا جوړیږي. دا د محمد بازیزي تابوت وو. په سلهاو خلکو چې موټي یې د ګوزار لپاره بند کړي وو، چغې یې وهلې « محمده په خدای دې سپارو، مونږ به ستا بدل هرو او مرو اخلو.»

دا و پوروړي او بې روزګاره محمد ته، چې د یوه شهید په سترګه ورته کتل کیږي، د خلکو وروستۍ پیرزوينې وې.د محمد یو نژدې ملګری وایي:

« محمد به میوه او سبزي خرڅوله او د کتابونو د اخیستلو لپاره یې پيسې پیدا کولې. هغه غوښتل چې لوړې زدکړې وکړي او د خپلې کورنۍ سره کومک وکړي.»

محمد باوزیزي ایله 26 کلن شوې وو. د سیدي بوزید په سیمه کې، چې د پلازمینې تونس په جنوب کې په 250 کلومټرۍ کې پرته ده، کله چې دی د پولیسو لخوا ځورول کیږي او بد چلن ورسره کیږي، دی د ښاروالۍ مخې ته په ځان تیل اړوي او ځانته اور ورته کوي. د عیني شاهدانو په وینا ده چغې وهلې چې بس ده نوره دا غریبي او بې کاري. ډيرو دده لاره ونیوله. د محمد د مړینې یو څو ورځې وروسته یو بل ځوان هم ځان وواژه.

Tunesien Proteste
په احتجاجونو کي د ځوانانو تر څنگ د هر عمر کسان برخه وال ديانځور: AP

د دې پیښو وروسته په هیواد کې په ناڅاپې توګه په بیلا بیلو ځایونو کې په لاریونو لاس پورې کیږي. یو ځوان محصل وايي چې داسې بریښي لکه د بخار يو ديگ چې د ډير فشار وروسته وچاودي. د بشري حقونو یو فعال عبد الوهاب الهاني هم وايي چې دا یوازې د وخت خبره وه چې دا کار وشو.

« په هیواد کې بې کاري 13 في صده ده. دا شمیره په لیرو پرتو سیمو کې نوره هم لوړه ده، په ځينو ځایونو کې حتې 70 في صدو ته رسیږي.80،000 تیونسیانو لوې زده کړې سرته ورسولې. دوي اوس کارونه غواړي. دا د حکومت لپاره یوه لوي مشکل دی.»

د عبدالوهاب الهاني په اند دا یو داسې مشکل دی چې سیاستوال یې په حلولو کې لا وختي ناکام شوي دي، د ټولو د مخه د هیواد ولس مشر بن علي. کوم چې د 21 کالو راهیسې د برچې په زور د واک خاوند دی. که څه هم د بن علي کلکې ګړند لارې په مجموعي توګه تیونیسانو ته باثباته اقتصادي وده ورپه برخه کړه. خو دا کار یوازې د اختناق په روز تر سره شوی دی. یوازې د مدیترانې د ساحل یوه کوچني په فساد ککړ ممتاز قشر ترینه ګټه پورته کړې ده.

Unruhen in Tunesien
يو شمېر احتجاج کوونکي پر پوليسو د زور او جبر تور لگويانځور: AP

خو ولس مشر بن علي د ټولو شیانو په اړه یوه خپله کړنلاره لري. دی د سوځیدلې محمد لیدو ته د هغه د مړینې مخکې ورغی او خپل یو وزیر یې هم د دندې ګوښه کړ. خو دا ډول کارونه بسنه نه کوي. دی خپل هغه ولس ته مخاطبیږي چې نور د هغه تابعیت نه کوي، او ورسره د پامه غورځولو شویو سیمو کې د پانګه اچونې ژمنه کوي. دی غواړي چې وښیي چې حکومت به د نورو مظاهرو په اړه څه رنګه غبرګون ښکاره کړي.

« مونږ د هغه زیان په اړه خپله خواشیني ښکاره کوو چې د تیرو اوونیو د پيښو له امله اوښتې دی. د دې ګنهنګار هغه دشمن قوتونه او ګوندونه دي چې خلک د خپل هیواد په ضد رالمسوي. دوي به زمونږ د قوانینو د سختیو په خوند هم خبر شي.»

خو خلک د حکومت د لاسه تر پوزې راغلي. حکومت هم ځوابي ګوزار کوي په مرمریو او یا د اوښکې بهه ونکي ګازونو په وسیله. په انټرنټ کې د ویب بلاګو، د فیس بوک او یا ټویټر له لارې په بیا بیا نوې مظاهرې تنظیمېږي. په دې مظاهرو کې مرګونه هم کیږي خو بیا هم و حکومت ته د وفادارو کارگرانو اتحادیې، ډاکټران، وکیلان او د پوسټ مامورین په احتجاجونو کي برخه اخلي. په ناڅاپي ډول د ډیکټاتور بن علي په ضد د خلکو غصه د هغوی په ویره غالبه شوې ده.

برېښنا صابر / گيوبل الېکساندر

کتونکی: احمدولي اڅکزی