1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د افغانستان مهمې امنیتي پیښې

۱۳۹۰ دی ۷, چهارشنبه

په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د افغانستان له بیلابیلو سیمو خڅه د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي دي. د ناټو د درې سرتیرو اود هلمند د ولایت د یوه قومي مشر وژل کیدل هم د دغو پيښو په ډله کې دي.

https://p.dw.com/p/13amH
په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د ایساف درې سرتیرې وژل شوي دي
په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د ایساف درې سرتیرې وژل شوي ديانځور: picture alliance/dpa

د هلمند د ولایت دفتر د چهار شنبې په ورځ خبر ورکړ چې ناپیژندل شوو وسلوالو کسانو د موسې قلعي د ولسوالۍ یو قومي مشر، د هغه زوی او لمسۍ وژلي دي.

د دغه ولایت د دفتر لخوا په خپرې شوې خپرباڼه کې راغلي چې عبدالباقي هغه وخت د ناپیژندل شوو کسانو لخوا تر برید لاندې راغی چې د سه شنبې په شپه خپل موټر کې کور ته روان وو.

عبدالباقي د موسی قلعي د ولسوالۍ قومي مشر وو. د هلمند د ولایت د دفتر لخوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې عبدالباقي او د هغه زوې ځای پر ځای وژل شوي ول. د خبرپاڼې په حواله د دغه قومي مشر لمسي په روغتون کې د ټپونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د رپورټونو له مخې برید کوونکي د پیښې له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي. که څه هم تر اوسه د پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو ډیری وخت طالبان د داسې پیښو د ترسره کولو ادعا کوي. طالبانو په وروستیو کې قومي مشران او د افغانستان د حکومت چارواکې په نښه کړي دي.

د هلمند ولایت لخوا په خپرې شوې بیانیې کې همداراز راغلي چې د ناټو ځواکونو د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د یاغیانو یو محلي قوماندان وژلی دی.

په همدې حال کې د پکتیکا د ولایت د ولایتي شورا مشر، ښایسته جان احمدي، ویلي دي چې د دغه ولایت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د شخړې په پایله کې اته کسان وژل شوي او ۲۱ نور نور ټپیان شوي دي. دغه پیښه د چهارشنبي په ورځ رامنځ ته شوې ده.

له بلې خوا بیا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې افغان او بهرنیو ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې دوه یاغیان وژلي، دوه یې ټپیان کړي او ۲۸ نور یې نیولي دي. د دغه وزارت په وینا یاغیان د ننګرهار، کندهار، هلمند، لوګر، غزني او پکتیکا په ولایتونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

په همدې حال کې بیا د سه شنبي په ورځ په افغانستان کې میشتو د ناټو ځواکونو خبر ورکړ چې یوې بې پیلوټه الوتکې یې د تخنیکي ستونزو له کبله د پکتیا په ولایت کې ناڅاپي ناسته کړې. د ناټو په حواله په پیښه کې مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوي.

په افغانستان کې د سه شنبې په ورځ یوازې افغانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. په دغې ورځ د افغانستان په ختیځ کې د ایساف درې سرتیرې هم ووژل شول. دغه سرتیرې د سړک د غاړې ماین وژلي دي. د ایساف د پالیسۍ له مخې د وژل شوو سرتیرو هویت او نور معلومات د رسنیو په وړاندې نه دې بربنډ شوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم