1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جاپان کي خلک نور هم په ويره کي دي

۱۳۸۹ اسفند ۲۶, پنجشنبه

د جاپان خلک پر خپل حکومت په قهر او غوصه دي. سيمه ايز سياستوال په توکيو کي له مرکزي حکومت څخه غواړي چي د فوکوشيما داييچي د اټومي دستګاه د روان وضعيت په هکله خلکو ته رښتيني معلومات وړاندي کړي.

https://p.dw.com/p/RA2w
تر زلزلي او سمندري توپان وروسته په جاپان کي 1.6 مليون کورنۍ له روانو اوبو څخه بې برخي دي.
تر زلزلي او سمندري توپان وروسته په جاپان کي 1.6 مليون کورنۍ له روانو اوبو څخه بې برخي دي.انځور: AP

د فوکوشيما والي، يوهاي ساتو، د جاپان په يوي تلويزوني شبکه کي په خپله سيمه کي له هستوي ناورين څخه خبره وکړه. هغه د جاپان د نورو سيمو له خلکو غوښتنه وکړه چي د فوکوشيما اوسيدونکو ته چي اوس د کډه کيدو په حال کي دي په خپلو کورونو کي ځای ورکړي.

د فوکوشيما داييچي په اټومي دستګاه کي وضعيت د تيرو ورځو په څير ناخوال دی. د دغي دستګاه 750 کار کونکي مخکي له دي بل ځاي ته ليږدول سوي دي او يوازي 50 تنه يي زيار باسي چي د اټومي بټيو د سون خښتي د اوبو په شنيدولو سره سړې کړي. هغوی خپل ژوند له ستر خطر سره مخامخ کړی دی.

Flash-Galerie Japan Erdbeben Tsunami
انځور: AP

پرون د جاپان د دفاع وزير، توشيمي کيتازاوا، د خپل هيواد د روان وضعيت په هکله خبري وکړي: «موږ په لومړي سر کي هغه څه چي د ځمکي له لاري کولای سو کړي دي او کوو يې تر څو وضعيت تر کنترول لاندي راوړو، په عيني وخت کي موږ د هوا له لاري د څرخي الوتکو په واسطه په اټومي دستګاه باندي اوبه شيندو.»

خو دغه هڅي هم سمدلاسه ودرول سوې، ځکه له اټومي بټيو څخه هستوي وړانګي دومره پياوړي دي چي د څرخي الوتکو د پيلوټانو ژوند ته خطر پيدا کوي. د دغو هڅو په ترڅ کي د فوکوشيما د اټومي دستګاه څڅه 20 کيلو متره ليري ، 200 زره خلک د هستوي وړانګو د تاوان څخه د ژغورلو په مقصد ايستل سوي دي. اوس 28 زره پاته خلک له دغي سيمي څخه بايد وايستل سي.

د جاپان امپراطور، اکيهتو چي ډير لږ خپلو خلکو ته وينا کوي، د جاپان په اټومي بټيو کي د ستر ناورين د رامنځ ته کيدو څخه را په دې خوا د لومړي ځل لپاره د تلويزيون له لاري خپلو خلکو ته وينا وکړه تر څو له هغوی سره خپله خواخوږي څرګنده کړي:

NO FLASH Japan Katastrophe Kaiser Akihito Fernsehansprache
انځور: AP

« کوم خبرونه چي د مصيبت ځپلو سيمو څخه ماته رارسيږي ، زه يې سخت انديښمن کړی يم. د اټومي دستګاوه په روان مصيبت باندي د لاس برتوب لپاره موږ ټول بايد يو بل ته لاس ورکړو. زه هيله من يم، ټول هغه کسان چي په دغو زيارنو کي برخه لري پر ستونزو لاس برتوب پيدا کړي او وضعيت له دي څخه زيات بد ورګي نه شي.»

د تيري جمعي د ورځي د تباه کونکي زلزلي او سمندري توپان يا سونامي څخه را په دي خوا لا تراوسه په جاپان کي 1.6 مليون کورنۍ له روانو اوبو څخه بې برخي دي. د جاپان په شمال کي د سختي يخني اوسړې هوا له امله 850 زره کورني لا تر اوسه بريښنا نه لري. کابو 440 زره خلک په بيړنيو خيمو کي شپې او ورځي تيروي.

د مياګي د سيمي د مينا ميسان ريکو د ښار چي له اوسني ناورين څخه مخکي 17000 نفوس درلود، کابو نيمايي اوسيدونکي يي تري تم دي. ډيري کورونه له ځمکي سره اوار شوي دي، خو يوازي د يوه معبد ودانۍ لا ولاړه ده. د هغه ملا په دې معبد کي 50 کډوالو ته ځاي ورکړي او خپل زيرمه سوي خوراکي توکي پر هغوي ويشي.

د تيري جمعي د ورځي زلزله د جاپان په تاريح کي بيساري ده. د جاپان په شمال ختيځ کي ژوند هسي نه دي لکه چي پخوا ؤ.

نيکولا/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل