1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جاپان کي سخت توپان گډوډي رامنځ ته کړې ده

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۱۴, دوشنبه

جاپان ته سخت توپان رسېدلی دی چې اوس د توکیو پر لور روان دی. د دغه توپان له کبله همدا اوس هم څو کسان وژل شوي او ډیر نور بیا لا ورک دي.

https://p.dw.com/p/1DQLv
انځور: Getty Images/AFP/Yoshikazu Tsuno

دغه توپان چې «فانفون» نومول شوی دی د دوشنبې په ورځ د جاپان هماماتسو ښار، ته ورسید. د توپان د باد سرعت په یوه ساعت کې ۱۸۰ کیلو مترو ته رسیږي.

چارواکو له هغو خلکو په زرونو کسانو څخه چې کورونه یې د توپان په مسیر کې دي، غوښتي دي چې خپل کورونه خالي کړي، او ځانونه خوندي ځايونو ته ورسوي.

په عین حال کې د ځمکې ښویدو، سختو بارانونو او د سیندونو د اوبو د سطح لوړیدو گواښونه هم شوي دي.

د یکشنبې په ورځ درې امریکایان چې د اوکیناوا ساحلي سیمې انځورونه یې اخیستل په سختو څپو کې بند پاته شول چې دوه تنه یې تر اوس لا هم ورک دي او یوه موندل شوي یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د وروکو شویو امریکایانو د موندني عملیات د خرابي هوا له کبله درول شوي دي. په اوکیناوا کې شاوخوا ۲۵۰۰۰ امریکایي عسکر میشت دي. دا په ټول جاپان کې د میشتو امریکایي عسکرو نیمایي برخه ده.

د دغه ښار یوې سیمه ییزي ورځپاڼي ویلي دي چې د یوې ۵۸ کلنې ښځې مړی هم موندل شوی دی. په عین حال کې اوس چارواکي د پوهنتون په یوه ورک شوي محصل پسې هم گرځي چې ویل کیږي د لویو څپو له کبله ورک شوی دی.

د توپان له کبله په جاپان کې ۶۰۸ پروازونه او د اورگاډو ډیر سفرونه لغوه شوي دي. چارواکو د مونت اونتک په سیمه کې د ورکو شویو کسانو د لټولو عملیات درولو دي، ځکه چي په دغه سیمه کې د توپان له کبله د ځمکې ښویدو گواښ رامنځ ته شوی دی.

په سوزاکا ښار کې هم د سختو اورښتونو له کبله د موټر چلولو یوه سیالي درول شوې ده.