1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جاپان کې د سیلابونو له امله ۱۹ تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ تیر ۲۳, جمعه
https://p.dw.com/p/15X5N

د جاپان هیواد په سویلي برخه کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې له امله لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي دي. د سختو بارانونو له امله په دغه هیواد کې د سیندونو سطحه لوړه شوې وه او سیلابونو له ځانه سره یو شمیر ونې هم له بیخه راایستي دي. یوازې د آسو ښار په یوه جزیره کې ۱۷ تنه وژل شوي دي. د ژغورنې ډلې په هڅه کې دي چې زرگونو تنه بې ځایه شوي خلک محفوظه ځایونو ته انتقال کړي.