1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي بايد د ترور پرضد قانون کي بدلون راسي

۱۳۸۷ مهر ۷, یکشنبه

دالمان د اتحادي جمهورريت مسيحي ګوندونو پدې هيواد کي د نوو ترور پلوه ګماني کسانو له نيول کېدو څخه وروسته پدي اړه قانون کي د شدت راوستوغوښتنه کړې ده

https://p.dw.com/p/FQVv
د جرمني د کورنيو چارو وزير ولفګنګ او د عدليې وزيره بريګتي
د جرمني د کورنيو چارو وزير ولفګنګ او د عدليې وزيره بريګتيانځور: AP

دمسيحي ديموکرات دګوند د کورنيوچاروکارپوه ولفګنګ بوسبخ دشنبي په ورځ په يوو تلويزيوني پروګرام کي ويل يدي چي،په اسلامي تروریستي کمپونوکي چي څوک زده کړي کوي بايد سزا ورکړل شي.

هغه ويلي موږ په څه ناڅه 200 څيړنو او تحقيقاتو باندي چي تروريستي لاملونه لري بخت يو.موږ په المان کي له20 څڅه ډير دجزايي محاکمو جريانونه درلودل چي په ځني ترمحاکمي لاندي کسانو باندي داوږدو کلونود بند حکم شوی دی.او په المان کي موږ څو کسه چي موجوديت يي د ډيرو خطرو سبب کيږي هم لرو.

هغه زياته وي دافغانستان اودپاکستان دګډو پولو په سيمه کي ، په تروريستي کمپونوکي دچاودونکو موادو څخه داستفادې، دچاودونکو توکو په واسطه دلومو دايښودو، چاودنو او اور ورته کولو طرز ور زده کيږي.هغه کسان چي له المانه څخه هلته ځي اود زده کړي له کولو څخه وروسته بيرته راځي ددي زده کړي دکولو له امله موږ دوی بندي کولاي نشو.خومجبوره يو چي د ډيرو پيسو له لګولو اود ډېرو کسانوله ګمارلو سره يي شپه او ورځ وڅارو.

تيرکال د سپتمبر په مياشت کي په جرمني کي نيول سوي ترورستان
تيرکال د سپتمبر په مياشت کي په جرمني کي نيول سوي ترورستانانځور: AP

دالمان حکمت هم ِغواړي چي دترور پر ضد قانون شديد کاندي اوهغه څوک چي دتروريستي زده کړي لپاره ځي سزاورکړل شي دغسي يوي قانوني طرحي باندي به د وزيرانو غونډه د اکتوبر په مياشت کي خبري وکړي.دننه دچارو وزير ولفګنګ شويبله ويلي دي چي:

په تروريستي کمپونوکي دزده کړي سزاوړوالي ، دالمان داتلافي حکومت داتلاف په تړون کي ذکرشوي دي .يعني دا دایتلاف په موافقت ليک کي راغلي دي موږ دا اوسنۍ پارلماني دوره مخ پر خلاصيدو ده نوددې وخت رارسيدلی دی چي دغه قانوني طرحه کابيني ته وړاندي شي.

دالمان داتحادي جمهوريت دعدليي وزيره بريګتي څوپروس عقيده لري چي: دا دسزا وړ والي له تثبيتيدو څخه پخوا، او دهغه مخکي اچولدي. موږ پدي ډول په ترور باندي دلاس دپوري کيدو له هڅو څخه پخواپه سزا ورکولو لاس پوري کوو.پداسي حال کي چي نوموړي چا کوم تروريستي عمل نوي کړي بلکي ددې لپاره چي دوی په داسي عمل لاس پوري کول زده کړي دي سزاورکوو.