1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي بختوره ورځ

۱۳۸۸ آبان ۱۸, دوشنبه

مارک کوخ په خپله تبصره کې راليکي، چې دا يوه د خوځېدونکو انځورونو او ژورو احساساتو او طبعاً هم د غورو او بېځايه څرگندونو ورځ ده

https://p.dw.com/p/KS5L
په دغه ورځ په برلين کي د بازيو ديوالونه جوړ او چپه کوي يې
په دغه ورځ په برلين کي د بازيو ديوالونه جوړ او چپه کوي يېانځور: AP

خو تر هر څه وړاندې د ١٩٨٩ ميلادي کال د نوومبر د مياشتې ٩ ورځ د آلمان او اورپا په نوي تاريخ کې يوه ځلانده ورځ ده. هغه نه يواځې يو بې عدالته رژيم رانسکور کړ او يو له ٤٠ کالونو سره بېل آلمان يې بېرته يو کړ. د ١٩٨٩ کال د نوومبر د مياشتې ٩ هغه ورځ هم ده، په کومه چې له کالونو راهېسې هيله کېدونکې د يووالي ، عدالت او آزادۍ غوښتنې تر سره کيږي، په کومه چې يوه آزاده ټولنه د خپل ځان شاندار برياليتوب جشن نيسي.

خو شل کاله له هغه نه پس هم ښايي يو شی په ياد ولرل شي چې: دا لويديزوال او سياستمداران نه وو، چې دا ورځ يې ممکنه کړه. دا د ختيز آلمان خلک وو، چې د خپل ديوال کې را ايسار ښار په کوڅو او سرکونو يې بل څه نه غوښتل پرته له خپل حق څخه. دا چې د څو اونيو صلحيزه مظاهرو له بېټون او فولادو څخه جوړ دېوال ونړاوه، د هغه دموکراته اساسي قانون د قېمتونو ښکارندوی دي، پر کومو چې تکيه لري. نن ورځ ښايي هرهغه څوک، چې د آلمان پر يووالي باندې نيوکې کوي او يا د ختيز د اقتصادي نړښت د مخنيوي له امکان څخه غږيږي او يا دا چې خپله رايه په دموکراته او پټه ټاکنو کې داسې گوند ته ورکړي، کوم چې د سوسيالستي تجربو بيا راگرزېدنه غواړي.

طبعي خبره ده، چې د بېرته يووالي په شلو کالونو کې هر څه هم سم نه دي پرمخ تللي: هغه بيړنۍ ژمنې نه دي تر سره شوې. د هغه شوک او ټکان درمل، له کوم سره چې سوسيال بازاري اقتصاد، د هغه وخت له اقتصادي اړخه خاورو سره برابر ختيز آلمان ته راوړل شو، د زياتو کسانو د پاره بل څه نه وو، پرته له يوې دردناکې تجربې څخه. سره له هغه د دې پرمختگ د پاره بله کومه چاره نه وه. بالاخره د ختيز آلمان د انقلاب له لاسه نه تنها د يوه هېواد بڼه بدله شوه، بلکه د ټولې نړۍ اصول.

د ١٩٨٩ ميلادي کال د نوومبرد مياشتې په ٩ ورځ يو ٤٤ کلن تاريخي پړاو پای ته ورسېد، کوم چې د ختيز او لويديز د نړيوال مخالفت له کبله خطرناک وو، خو سره له هغه د آرامۍ وخت وو. دا چې نن ورځ دنيا نظر و پخوا ته زياته لانجمنه، تياره او د معلوماتو د ضرورت وړ گرزېدلې، هم د دېوال له نړېدنې سره اړيکه لري. نو ځکه د پخواني وخت خوب او خيال ساتل نه يواځې يوه تاريخي کم عقلي ده، بلکه د هغو کسانو د پاره توهين هم دئ، چې د ١٩٨٩ کال د نوومبر د مياشتې د ٩ ورځې د راتگ په لاره کې يې هڅې کړېدي.

شل کاله وروسته لا وختي ده، چې ټول آلمانيان دا پېښه ومنلی شي. پر يوه هېواد باندې د ١٩٨٩ ميلادي کال د نوومبر د مياشتې د ٩ ورځې ناڅاپه راتگ د دې ښکارندوی دئ، چې هر استبدادي رژيم ماتېدلی شي - په کيوبا کې، اېران کې او هم شمالي کوريا کې. نو دا ورځ يواځې د آلمانيانو د پاره د نيکمرغۍ ورځ نه ده. دا به يو د اهميت وړ سياسي او پرځای تاريخي زيگنال وي، چې دا ورځ د آلمان ملي ورځ جوړه شي.

Koch, Marc/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل