1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د بهرنيانو کلتوري اونۍ

۱۳۸۸ شهریور ۲۹, یکشنبه

په آلمان کي د میشت بهرنیانو د کلتوری اونی په توګه د مونشن په ښار کی د جمعی په ورځ د دینی- دنیوی مراسمو سره پرانیستله شوه.په پرانست غونډه کي پر دې باندي نیوکی وشوی چی په ټولنیزو فعالیتونو کی د کډوالو ګډون محدود دی...

https://p.dw.com/p/JkwY
بهرنيان د برلين په يوه کوڅه کي
بهرنيان د برلين په يوه کوڅه کيانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان غږ راډیو خبریال، دانیل کنوپ په آلمان کی د میشت بهرنیانو د کلتوری اونی له دغو مراسم څخه یو رپوټ برابر کړی چی غټ ټکی یی وړاندی کیږی:

لیکوال او اسلام پوه نوید کرمانی په آلمان کی د میشت بهرنیانو د خپل منځی کلتوری اونی چی د دغه هیواد په ټولو ایالتونو کی د مراسمو په ترڅ کی لمانځله کیږی په ډاګه د اروپا د کډوالی په سیاست باندی نیوکه وکړه:

« په قانونی توګه د اروپا د اتحادی په غړو هیوادونو په قانونی توګه د پناه غوښتنی امکانات هسی هم وجود نه لری. په ایتالیا کی له نوی قانون سره مهاجرین له خپلو ټاټوبو څخه د تیښتو له امله هم جنایی مجرمین ګڼل کیږی. اروپا ته د هجرت په لاره کی هر کال په زر ګونو کډوال خپل ژوند له لاسه ورکوی. د مدیترانی سمندرګی نن د نړی په ستری هدیری بدل شوی دی.»

نوید کرمانی د مونشن په مراسمو کی یادونه وکړه، د کډوالو لپاره اروپایی سیاست نور زیاتی د کډوالو د ساتنی پروا نه لری، بلکه یواځي په دی لټه کی دی چی څرنګه اروپا ته د کډوالو مخه ونیسی. د کرمانی په نظر دا اونی چی په آلمان کی د میشت بهرنیانو د خپل منځی کلتوری اونی د لمانځلو په ترڅ کی باید د اروپا په پولو کی د بشری حقونو سرغړونو ته ګوته ونیوله شی.

«تر هغه پوری چی مونږ دا کار ونه کړو، اروپایی سیاست وال یواځي په دی لټه کی دی چی څرنګه اروپا ته د کډ کیدو پر مخ وروستی دراوزه وتړی. دا چی د دی دروازی تر شا څه تیریږی، هغوی یی پروا نه لری.»

همدا راز په هغو دینی مراسمو کی چی په مونشن می د یونیانیانو د ارتودوکس په کلیسا کی مونشن شو ؤ، د نوموړی کلیسا دینی مشر، متروپولیت اګستینوز د هغه یو پنځوس کلن وژل شوی آلمانی سړی یادون وکړ چی د هغه ښار د اورګاډي په یو تم ځای کی یی د یوه ډله بد معاشو ځوانانو په مقابل کی د وړو ماشومانو څخه د دفاع او ساتنی له امله ووژل شو. هغه نوموړی موضوع ته په اشاری سره وویل:

«دا چی سړی د نورو هغه هم د کمزورو او ضعیفو کسانو په پلوی او هغو سره د پیوستون د نښانی په توګه د زور پالونکو په مقابل کی راولاړیږی، دا نه یواځي د ستایی وړ کار دی ، بلکه یو اخلاقی مکلفیت دی، که څه کیدای شی چی سړی ته د ژوند په قیمت تمامه شی.»

په ټولنیز مسایلو کی بی پروایی پکار نه ده، اوس هغه وخت دی چی سړی باید مداخله وکړی. دا خبره د آلمان د بایرن د ایالت اسقف یوهانس فریدریښ وکړه، هغه د آلمان ټولنیزو ناخوالو او د یو شمیر ځوانانو په منځ کی زور پالنی او د بهرنیانو پر ضد د ښی اړخو افراطی ډلو لمسونو ته په اشاری سره وویل چی د ولسی غږ اوچتولو سره باید د هغو مخ ونیوله شی:

« یو معتقد مسیحی یو افراطی ښی اړخ ګوند ته راییه نه ورکوی. هغه یو ګوند چی له بهرنیانو څخه، له پردیو څخه ویری او ډار ته لمن وهی او له آلمان خخه د میشت بهرنیانو د ایستلو لپاره غوښتنه کوی. دا له مسیحی اعتقاد سره سمون نه لری.»

په آلمان کی د میشت بهرنیانو د خپل منځي کلتوری اونی په مناسبت همدا راز د مونشن ستر اسقف راینهارد مارکس د بهرنیانو د حقوقو د خوندی ساتنی په موخه په ټولو باندی د پاملرنی او درناوی د کلتور د ودی او پالنی لپاره غږ وکړ.

Knopp, Daniel/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل