په جرمني کي د درملو په توگه د بنگو استعمال ته اجازه

د جرمني ډاکټران تر دې وروسته کولای سي خپلو ناروغانو ته د چرسو يا بنگو پاڼو د استعمال وړانديز وکړي. د جرمني پارلمان د دولت له دغي طرح سره سلا سو. خو د لذت له پاره د چرسو استعمال منع دئ.

د هغي ترحي له مخي چي د پنجشنبې په ورځ د جرمني د پارلمان له خوا تصويب سوه، د جرمني ډاکټران له مارچ مياشتي کولای سي خپلو ناروغانو ته د ځينو ناروغيو د درملني له پاره د لنډي مودې له پاره د بنگو پاڼي (چرسو) د استعمال وړانديز وکړي.

په دې سره نو روغتيايي بيمې موظفي دي چي په بنگو سره د ناروغانو د درملني لگښت پرغاړه واخلي. البته تر اوسه پوري د جرمني پارلمان اکثره محافظه کاره استازي د چرسو له عادي استعمال سره مخالف دي.

دغه نبات چي په نړۍ کي په ډول ډول نومونو لکه «چرس»، «واښه» يا «بنگو پاڼي» په نومونو په ځينو هيوادونو کي توليد او استعماليږي زياتي گټي لري چي په دې کي د ځينو ناروغيو درملنه هم شامله ده.

د بنگو پاڼي (چرسو) استعمال په ځانگړې توگه د کيمياوي درملني پرمهال د زړه بدوالی له منځه وړي او دوامداره درد لږوي.

د بنگو طبي پاڼي يا «کانابيديول» په هغو نباتاتو کي شمېرل کيږي چي د تتراهيدروکانابينول ماده او نور کيمياوي مواد لري.

دولتي کنترول

په پام کي ده چي په جرمني کي به د بنگو د توليد او استعمال کنترول يوه تخصصي آژانس ته وسپارل سي چي د «د دارو درملو د توليد له دولتي انستيتوت» سره به تړلی وو. دغه آژانس به توليد سوي بنگي رانيسي او د درملو جوړولو شرکتونو په اختيار کي به ئې ورکوي.

هغه ډاکټران چي خپلو ناروغانو ته د بنگو د استعمال وړانديز کوي، د هغوی د درملني نتيجې به بيا ياد آژانس ته سپاري.

پر دې سربيره به په جرمني کي په بنگو سره د ناروغانو د درملني په برخه کي څېړنو ته پراختيا ورکړل سي.

نور مطالب:

بدلون: بریښنایي سگرټ

ایا بریښنایي سکرټ سړي ته د خوښۍ احساس ورکوي؟

د مې ۳۱ نیټه د سگرټ نه څکولو نړیواله ورځ ده. ډیر خلک هڅه کوي چې سر له دغې ورځ نور سگرټ ونه څکوي. د دغه عادت د خوشې کولو له پاره بریښنايي سگرټ په شونډو کې نیسی. داسې یو سگرټ چی دود لري خو نشه نه لري. دغه سکرټ په لومړي سر کې انسان ته د څکولو احساس ورکوي خو نه بد بوی لري او نه هم روغتیا ته کوم تاوان رسوي. په حقیقت کې دا په لومړي سر کې د تنباکو له پاره یو بدیل دی.

بدلون: بریښنایي سگرټ

بريښنایي سگرټ څرنگه کار کوي؟

بریښنایی سگرټ د یو پايپ په څير دی چې بطرۍ لري او بطرۍ یې په آسانی سره د یو USB لاین چی کامپیوتر سره نښلیدای شي چارچیږي. د پايب په دننه کې یو بخار تولیدونکي کوچنۍ جعبه ده چې له یو محلول څخه ډکیږي چې هغه یوازې د نیکوتین بوي لري. کله چې څکونکی پایپ کش کړي نو دغه مایع محلول بخار یا دود کوی او هغه د سگرټو د دود په څير د انسان خولې ته داخلیږی چې پرته له کوم تاوان څخه ترې لذت اخیستل کیږي.

بدلون: بریښنایي سگرټ

ډول ډول خوندونه

د بریښنایی سگرټ مزې یو بل سره بیلې دي. د هغه مزه هغه محلول پورې اړه لري چې په دغه پايپ کې اچول کیږي. تر ټولو خوندوره یې د تنباکو بوی دی. دغه ډول بوی سړی کولای شي چی له مختلفو میوو څخه هم لاس ته راوړي، د بیلگی په توگه له ځمکني توت او مڼې څخه. سر بیره پر دې ځینې مایع محلول شته چې د نیکوتین د قوت له لحاظه سره توپیر لري. خو ځینی نور مایع هم شته چی نه نیکوتین لری او نه هم کومه مزه.

بدلون: بریښنایي سگرټ

د هر ډول سگرټ څکووکو له پاره

بریښنایی سگرټ نه یوازې د مزې له لحاظه سره توپیر لری بلکې د خپل ډول له لحاظه هم سره بیل دي. ځینی رښنیا هم د سگرټ په څير دي خو ځینی بیا د پايپ په څير او ځینی نور میناتوري ډوله شکلونه لري. خو څوک چې د څکولو ډیر زیات عادت او شوق نه لري د هغه له پاره په اصطلاح «یو ځلي- بریښنایي سگرټ» ښایي مناسب وي. خو د داسې سگرټ بیه ډیر لوړه ده، ښایی یو سگرټ لس ایرو تمام شي.

بدلون: بریښنایي سگرټ

له تنباکو سره توپیر

څکول څه ته وایي؟ د هغه یو سوځول شوي بوټي دود چی انسان په پوهي سره د خولې له لاری کش کوي او تر خپلو سږو یې تنفس کوي. په حقیقت کې دې ته «دود څکول» ویل کیږي. آیا بریښنایی سگرټ دغه غوښتنه پوره کولای شي؟ هو! خو هغه نه تنباکو سوځوي او نه هم کوم بل بوټی. همدا وجه ده چی هغه دود کوي پرته له دې چې څکونکي ته روغتیایی تاوان ورسوي.

بدلون: بریښنایي سگرټ

د څکولو د منع شخړییز قانون

د څکولو منع یوه شخړیزه موضوع گرځیدلی ده. وخت په وخت په دې هکله بحث کیږی چی آیا بریښنایی سگرټ د «څکولو د منع قانون» لاندې درجه بندي شي او ایا هغه هم په رستورانتونو او عامه ځایونو کی باید منع وي او که نه. په ځینی ځایونو کی په څرگنده توگه لیکل شوی: سگرټ څکول منع دي، خو نه بریښنایی سگرټ.

بدلون: بریښنایي سگرټ

د بریښنایي سگرټ د موادو په هکله پوښتنه

د بریښنايي سگرټ د مایع محتوا ښایي د یوه عادی انسان له پاره یوه لویه معما وي. دغه ډول محلول د بیلگې په توگه «پروپی لینگلیکول» نومیږي. دغه ډول مواد د غبار د تولید په ماشین کې او یا هم د روغتیا پالنې کریمونو لکه د غاښو کریم او یا هم د جلد کریم او داسی نورو کریمونو کي استعمالیږي. نو له دې وجې په بریښنایي سگرټ کې د دغې مادې استعمال او د هغې جانبي روغتیایي اغیزې تر پوښتنې لاندې دي.

بدلون: بریښنایي سگرټ

بریښنایي که عادي سکړټ؟

دا چې سړی د نورمالو سگرټو او بریښنایي سگرټو تر منځ کوم یو انتخاب کړي ډیر شمیر کارپوهان د بریښنایي سگرتو پلویان دي. خو تر ټولو ښه کار د سگرټو نه څکول دي. خو لا تر اوسه پورې د الکترونیکي سگرټو په اړه د اوږد مهالو څیړنو پایلې په لاس کې نه شته.

اړوند مطالب

موږ تعقيب کړئ