1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د سياسي ګوندونو انځور

۱۳۸۸ شهریور ۲۴, سه‌شنبه

له کنراد ادناورنه ترهلموت کول، او انګيلا مرکل پوري دمسيحي ديموکرات دګوند دي چي له خپل ملګری ګوندمسیحي سوسيال سره يي په ګډه حکومت کړيدي...

https://p.dw.com/p/JhIZ
د جرمني پارلمان
د جرمني پارلمانانځور: DW

له جګړي نه وروسته وختونوکي، ددي ګوندونو ټاکونکي زيادتره دکاتوليکي مرکزي ګوندپخواني ټاکونکي وو. مسيحي ګوندونوته دعوامو په منځ کي« تورګوندونه» ويل کيږي چي دا نوم هم هماغ هله کاتوليکي مرکزي ګوند نه راغلي چي دپارلمان غړيو يي توري جامي اغوستي . ددواړو ګوندونو په نامه کي دمسيح نوم شته، اودګوندونو په ساحه کي محافظه کاره بلل کيږي .

دعنعني له مخي دوي دمسيحي ارمانونو دترسره کولو ګوندونه دي، چي معمولا دحکومت دجوړولو لپاره له آذاد ديموکرات ګوند سره اتلاف کوي خوکله داړي په صورت کي دسوسيال ديموکرات له ګوند سره هم ستر اتلاف جوړوي. يو ځلي دغه دول ستر اتلاف دتيري پيړۍ دشپيتمو کلونوپه پاي او يوځلي هم اوس له ۲۰۰۵کاله راهيسي حکومت کوي .

دسوسيال ديموکرات ګوند چي دهغه مهم غړي ويلي برنت ، هلموت شميت، اوپدي آخروکي ګيرهارد شرويدروو،هم پدي منځو کي څو ځلي حکومت کړيدي. ددوي دبيرغ سوروالي د۱۹ پيړۍ د دويمي نيمايي دکارګرو له غورځنګ نه ريښه اخلي.داګوند دوایمر دجمهوريت په وخت کي هم دسوسیال ديموکرات دګوند په نامه وو. خوداګوند هم لکه دټولونورو ګوندونوپه شان دناسيو نالو سوسياليستانو لخوا منع شه اودهغه ډير غړي په کنڅنتراسيونس لاګر يعني دشاقه کارونوپه کمپونوکي چي دهغهترمرګه کړول کيدلبندي شول.او وروسته له جګړي څخه ايديو لوژيکي مخالفتونو داکوند کمزوري کړ. .اوپه ۱۹۵۹ کال کي دسوسیال ديموکرات ګوند دګودسبرګ په پروګرام کي پريکړه وکړه چي، دسوسياليستي کارګري ګوند پرځاي يو سوسيال ديموکرات ګوند شي، اوپدي ډول يي دټولوټاکونکو لپاره دټاکلو وړ، ولسی ګوند باندي ځان بدل کړ.

داتياوموکلونو ترنيمايي پوري دسوسیال ديموکرات دګوند لپاره دا تلافي ملګري دټاکلو لپاره يوازي دآذاد ديموکرات ګوند، اولکه دشپيتمو کلونودپاي په شاند مسيحي ديموکرات ګوند موجودوو.خو داتياومو کلونو په نيمايي کي يو بل ګوند ميدان ته راووت چي، دسوسیال ديموکرات ګوند اتلاف ورسره کولاي شواي . ددغه ګوند ريښي داتم په ضد ځواک اوداويايمو کلونو دسولي غورځنګ ته رسيږي .خو دښځو غورځنګ اونوښت کونکو وګړوهم برخه پکي واخيسته . دهمدي لپاره داګوند همبدچاپيريال دژغورني او هم دښځو اونارينهبووترمنځ دبرابرۍ لپاره فعاليتونه کوي .

دآذاد ديموکرات ګوندچي درنګونو په ساحه کي دعنعني له مخي ژيړ ظاهريږي، دمسيحي ګوندونو، اودسوسيال ديموکرات له ګوند سره، داتلاف دملګري په حيث موقعيت له لاسه ورکړيدي تر ۱۹۹۰ کاله پوري دوي تقريبا دهرحکومت اتلافي ملګري وو. دوي په المان کي دليبرال توب نماينده ګي کوي او ددولت لخوادکارونو تنظيم ردوي . دوي زيادتره دوړو اودمنحنۍ لويو تصديو دعلاقو نماينده ګي کوي . دي ګوندته دښه عايد لرونکو کسانو دګوند په سترګه کتل کيږي .

له يو څو کالو راهيسي کيڼ کوند هم ځواکمنيږي . ددوي رنګ هم سوردي خو ددي لپاره چي دسوسيال ديموکرات له ګونده څخه يي فرق وشي، نو«تيزسور» هم ورته وايي. کيڼ ګوند زيادتره دسوسيال ديموکرات دګوند ټاکونکي ځانته تري جلبوي، خودسوسیال ديموکرات په ګوند کي پدي هکله تاوده اوستونزمن خپل منځي بحثونه پدي هکله روان دي چي، دکيڼ ګوند په وړاندي څنګه دريز غوره کړي . مګرټولو نورو پخواني ګوندونوته هم کيڼ ګوند ربړي جوړي کړيدي .ددي لامل دادي چي داګونددختيځ سوسياليستي المان، دسوسياليستي يو والي له ګوندنه ريښي اخيستي دي. دنوموړي ګوند غړيو دالمان ددواړو برخو له بيرته يو کيدو نه وروسته دديموکراتو سوسياليستانوګوند جوړ کړ. داګوند ځان دغريبو خلکو نماينده او له پوحي والي سره مخالف بولي، اوهمدا دکيڼ ګوند دپرمختګ سبب کيږي .

دښيو افراطي ګوندونو برياليتوبونو تل بيا بيا دخلکو پاملرنه ځانته رااړولي ده په تيره بيا دالمان دملي ديموکرات ګوند له نورو څخه زيادتره پام ځانته اړوي . داګوند دتيري پيړۍپه شپږمو کلونوکي په ايالتي پارلمانونوکي غړي شو. اوپدي وروستيو کلونوکي دلازیادتره پارلمانونو غړيتوب ترلاسه کړيدي. دناسيونال ديموکرات دګوند دمنع کولو قضايي بهير په ۲۰۰۳ کال کي دالمان داساسي قانون دقضا لخوا ودرول شو. ځکه چي دمحاکمي په جريان کي ځني اشتباه ګاني شوي وي . نور ښي ګوندونه هم کله کله په ايالتي پارلمانونوکي دغړيتوب په لاسته راوړلو بريالي شوي، خوتراوسه هيڅ ښي ګوند دالمان په مرکزي پارلمان کي په شامليدو ندي بريالي شوي .

Dahmann, Klaus/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل