1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د يوه ستر احتمالي بريد مخه ونيول سوه

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ آبان ۲۶, سه‌شنبه

د جرمني په هانوور ښار کي د يوه احتمالي تروريستي يرغل د خطر له کبله د جرمني او هالند د فوټبال دوستانه لوبه لغوه سوه. د ناتائيد سوو راپورونو له مخي لوبغالي ته نژدې په یوه موټر کي چاودېدونکي توکي کشف سوي دي.

https://p.dw.com/p/1H7VM
Absage Fußball Länderspiel Deutschland Niederlande
انځور: Reuters/F. Bimmer

نن د سه شنبې په ماښام د جرمني په هانوور ښار کي د جرمني او هالند د فوټبال لوبډلو دوستانه لوبه تر پيلېدو نژدې نيم ساعت دمخه د ماخستن پر ۷ بجې او ۴۷ دقيقې پوليسو د لوبي د لغو کېدو اعلان وکړ. دليل ئې د ترهګر بريد خطر بلل سوی.

د جرمني د نيدرزاکسن ايالت د هانوور ښار پوليسو د سه شنبې په ورځ ماښام (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۱۷مه) هغه وخت د لوبي د لغو کېدو اعلان وکړ چي لوبغالي ته ننداره کوونکي روان ول او ځيني ئې په لوبغالي کي ول. پوليسو په لاودسپکرانو کي خلکو ته خبر ورکاوه چي په آرامه د خپلو کورنو پر لور ولاړ سي او لوبغالي ته نژدې نه سي.

له هانوور ښاره د ناتائيد سوو راپورونو له مخي ويل کيږي چي په يوه امبولانس کي چي غوښتل ئې لوبغالي ته ننوځي چاودېدونکي مواد ځای پر ځای سوي ول. د راپورونو له مخي لوبغالي ته نژدې يو داسي کس هم کشف سوی وو، چي په جرمني کي تر څار لاندي دئ.

لوبغالی پوليسو کلا بند کړی
لوبغالی پوليسو کلا بند کړیانځور: Reuters/M. M. Matzen

د پوليسو تر دغه اعلان وروسته د آلمان د کورنيو چارو وزير تومااس ديميزير چي په پلان کي وه د دغي لوبي نندارې ته ورسي په يوه خبري غونډه کي راڅرګند سو او له امنيتي ځواکونو څخه ئې مننه وکړه چي د يوې احتمالي ترهګر بريد د خطر تر مخه ئې پريکړنده تصميم نيولی.

ديميزير وويل چي لوبه د يوه تروريستي خطر په خاطر لغو سوه او په دې اړه چي رشتيا هم په يوه امبولانس يا ژغورونکي موټر کي چاودېدونکي مواد ځای پر ځای سوي ول څه نه وويل. هغه وويل چي د امنيتي دلايلو له مخي اوس دې پوښتني ته جواب نسي ورکولای.

د يوه بل راپور له مخي په دغه ښار کي دغه راز يو کنسرت هم لغو سوی دۍ. ويل کيږي چي په ښار يو بکس هم موندل سوی چي په هيچا پوري ئې اړه نه لرله. د هانوور ښاريانو ته خبر ورکړل سوی چي له خپلو کورونو را و نه وځي. د ښار ډېري برخي د پوليسو له خوا کلابندي سوي دي.

د ښار په ټولو برخو کي د پوليسو تلاښۍ شروع دي، خو د پيښي په تړاو تر اوسه پوري څوک نيول سوي نه دي.
د آلمان خبري آژانس د راپور له مخي د پيښي په اړه د نورو هيوادونو د استخباراتي ادارو له خوا د آلماان امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړل سوی وو.

د لوبي مينوال له لوبغالي بيرته جواب سول
د لوبي مينوال له لوبغالي بيرته جواب سولانځور: Reuters/M. M. Matzen

په پلان کي وه چي د لوبي نندارې ته د جرمني پر صدراعظمي سربيره نور لوی چارواکي هم ورسي. د آلمان فوټباال ملي لوبډله لا لوبغالي ته نه وه رسېدلې. دواړو لوبډلو ته لوبغالي ته تر رسېدو دمخه خبر ورکړل سوی چي بيرته وګرځي.

د جمعې په ورځ په پاريس کي د آلمان او فرانسې فوټبال لوبډلو ترمنځ د دوستانه لوبي پرمهال لوبغالي ته نژدې د تروريستانو له خوا دوه ځانمرګي بريدونه وسول او د کنسرت پر يوه سالون باندي په ترهګر بريد کي نژدې ۱۲۹ انسانان ووژل سول او تر ۳۵۰ زيات ټپيان سول.