1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په جرمني کي د ځوانو مهاجرو حالت ډیر خراب دی»

۱۳۹۶ فروردین ۲, چهارشنبه

یونیسف په جرمني کي د نابالغه مهاجرو حالت ډیر خراب بولي او وايي چي د هغوی ډیری په داسي سرپناوو کي ژوند کوي چي په هیڅ ډول د کوچنیتوب له شرایطو سره سم نه دي.

https://p.dw.com/p/2ZhMJ
Deutschland junge Flüchtlinge - Integration
انځور: picture alliance/dpa/Sputnik/I. Zarembo

دغه خبره په جرمني کي د یونیسف ادارې رئیس کریستیان شنایدر د سه شنبه په ورځ د یوه رپوټ وړاندي کولو پر وخت په برلین کي وکړه. د شنایدر په خبره مکتب ته د هغوی د تگ امکانات هم ډیر خراب دي.

د یونیسف دغه رپوټ چي د« کوچنیوالي په تمه» نومیږي، د هغو ۳۵۰۰۰۰ کوچنیانو او نوو ځوانانو د حالت په باب څېړنه کړې ده، چي په تیرو دوو کلونو کي له خپلو والدینو سره جرمني ته راغلي دي. شنایدر زیاتوي چي د کوچنیانو ژوند په «خوابدۍ او اوږده انتظار» کي تیریږي. هغوی په خپلو سرپناوو کي اکثرأ د زورزیاتیو او کشمکشونو شاهدان دي او حتی دوی پخپله له تشدد سره مخامخ کیږی او ښه ساتنه یې نه کیږي.

په کمپونو او سرپناوو کي د لږ خونو موجودیت د دې سبب کیږي چي مهاجري کورنۍ اکثرأ میاشتي او یا کلونه په عاجلو او یا گډو ځایونو کي ژوند وکړي. په کمپونو کي پوښتل سوو کارکونکو ویلي دي چي په یوه سرپناه کي پاتېدل تر درو کلونو پوري دوام کولای سي. خو ځینو نورو بیا دغه موده له شپږو څخه تر اتو میاشتو پوري ښوولې ده.

د اقامت په لومړیو سرپناوو کي هم په قانون کي تر ذکر سوي شپږ میاشتي وخت اضافه پاتېدل کومه استثنايي خبره نه ده. په دې ډول سره ځوان مهاجر د خپل کوچنیتوب هغه مهمه مرحله په داسي سرپناوو کي تیروي چي اکثرأ د خپلو ساختماني تجهیزاتو له مخي د کوچنیانو د شرایطو مطابق نه دي جوړ سوي.

په همدې دلیل شنایدر وايي: «هغه کورنۍ چي کوچنیان لري د امکان تر حده پوري باید ډیر لږ وخت په گډو سرپناوو کي تیري کړي. بېړنی حالت نه بايد عادي حالت وگرزي.»

د رپوټ پراساس په گډو سرپناوو کي یو بل مشکل دا دی چي نوو ځوانانو او کوچنیانو ته د مکتب د تلو زمینه نه برابریږي او کوښښ کیږي چي هغوی ته د ژبي د گډو کورسونو په چوکاټ کي درس ورکړل سي. يو پرپنځمه برخه پوښتل سوو کورنیو ویلي دي چي د هغوی کوچنیانو ته هیڅ درس نه ورکول کیږي.

دغه رپوټ ته په کتو سره د جرمني زرغون گوند په قوانینو کي د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده. د دغه گوند پارلماني وکیلانو «بیاته والټر-روزنهایمر او فرانڅیسکا برانټر» ویلي دي چي د جرمني حکومت تیرکال د مهاجرو د قوانینو په سختېدو سره د نابالغه او کوچنیانو حالت نور هم خراب کړی دی.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: