1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي لږ بې سر پرسته کوچنيانو د پناه غوښتنه کړې

۱۳۹۷ مهر ۱۳, جمعه

تیر عیسوي کال په جرمني کي ډیرو لږو بې سرپرسته کوچنیانو دپناه غوښتنه کړې ده. په دغه کال کي د راغلو کسانو لویه برخه افغانان دي.

https://p.dw.com/p/361nd
Geflüchtete Kinder
انځور: picture alliance/dpa/D. Karmann

یوې المانۍ ورځپاڼي د فامیلونو چارو وزارت په حواله لیکلي دي، چي په ۲۰۱۷م کال کي جرمني ته ۹۰۸۴ بې سرپرسته کوچنیان راغلي دي او د پناه غوښتنه یې کړې ده. دا د ۲۰۱۶م کال په نسبت چې ۳۵۹۳۹ کسان ول ۷۵ فیصده کمښت ښيي. ددغو کسانو ډیره برخه د افغانستان، سوریې، عراق او اریتریا بې سرپرسته کم سنه کوچنیان دي.

د همدغي ورځپاڼي په حواله په ۲۰۱۷م کال کي د ۲۴۹۳۰ نابالغه کسانو د پناه پر غوښتنو باندي پريکړي سوي او« مجموعأ ۷۷،۸ سلنه کسانو مثبت جواب تر لاسه کړی دی.» د افغانانو د منلو فیصدي ۶۹،۳ د سوریایانو دا ۸۷،۹  او د عراقیانو دا ۸۶ سلنه وه.

له بلي خوا بیا په همدې ۲۰۱۷م کال کي ۸۶ تنه بې سرپرسته کوچنيان له سرحد څخه شړل سوي او جرمني ته نه دی پریښوول سوي. خو په همدې وخت کي بیا هغه کسان هم چي د پناه غوښتنه یې منل سوې نه ده، اخراج سوي نه دي.

د نابالغه کسانو د اخراج په مقابل کي په جرمني کي ډیر خنډونه موجود دي: که د یوه نابلغه کس په هیواد کي د هغه د تسلیمۍ له پاره د فامیل یو غړی نه وي او یا د هغه د بیرته اخیستلو په خاطر مشخص مرکزونه موجود نه وي، بیا نو د هغه اخراج هم ممکن نه دی.

پنځه کاله وروسته د نابالغه کسانو د پناه غوښتني بیا ارزونه

د یوه نابالغه کس د پناه غوښتني بیرته ارزیابي چي ایا په جرمني کي د هغه پناه او اقامت پرځای او قانوني دی، اصلأ تر درو کالو وروسته تر سره کیږي. خو د مهاجرو او پناه غوښتونکو فدرالي اداره (‌BAMF) پر دې باندي غور کوي چي دغه موده پنځو کلونو ته وغځوي.

Symbolfoto Flüchtlingskinder/Minderjährige Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د دغي ادارې یوه ویاند ويلي دي چي «دا ځکه پنځه کاله وروسته ارزول کيږي، چي تر درو کلونو وروسته اکثراً د هغوی په اصلي هیوادونو کي حالت بدلون نه مومي».

خو لومړی باید د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶مو کلونو نژدې ۱۰۰۰۰۰ قضیو ته لومړيتوب ورکړل سي چي له سره و ارزول سي.

له درو کلونو څخه پنځو کلونو ته د نابالغه کسانو د عریضو ددوهم واري ارزیابۍ مفکورې په هکله د بمف رییس هانس ایکارد زومر، تیره اوونئ د جرمني پارلمان د داخلي مسایلو په کمیټه کي خبري وکړې. ددغه وړاندیز د منلو یا ردولو تصمیم به بیا پارلمان نیسي.

په دې هکله زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 06.03.2017 )