1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي يوه جوړه د اجباري بدلمنۍ په جرم محکوم سول

۱۳۹۸ اردیبهشت ۴, چهارشنبه

د جرمني يوې محکمې هغه جوړه په درو کلونو او لسو مياشتو بند سزا محکوم کړل، چي يوه افغانه پېغله يې په زوره بدلمنۍ ته مجبوره کړې وه.

https://p.dw.com/p/3HJJe
Deutschland Gerichtsgebäude in München | Amtsgericht & Landgericht & Oberlandesgericht & Staatsanwaltschaft
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د جرمني د مونشن ښار ایالتي محکمې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اپريل ۲۳مه) هغه افغان او د هغه نامزاده په درو کلونو او لسو مياشتو بند سزا محکوم کړل چي يوه افغانه پېغله يې په مياشتو په زوره بدلمنۍ ته مجبوره کړې وه.

د مونشن د ايالتي محکمې قاضي فيليپ شتول د حکم د اورولو پرمهال وويل: «موږ هيڅ شک نه لرو چي مونشن ته د دغي پيغلي راوستل دي بدلمنۍ ته د مجبوره کولو انگېزه و نه لري.»

دغه افغانه جوړه د په زوره بدلمنۍ ته مجبوره کولو په جرم محکوم سول.

دغه افغان او د هغه نامزادي په ۲۰۱۷م کال کي په انلاين-چټ کي له يادي پېغلي سره معرفي سوي او هغه (پيغله) يې په دې ژمني چي واده ورسره کوي، له برلين څخه مونشن ته بېولې وه.

هغه مهال دغه ۲۸ کلن افغان دغي پېغلي ته چي د واده ژمنه يې ورسره کړې وه، خپله ۲۹ کلنه نامزاده د خپلي خور په توگه ور معرفي کړې وه.

مونشن ته د دغي پېغلي تر بېولو وروسته دغه افغان له هغې سره جنسي اړيکي نيولي. محکمې دغه کار د جنسي تيري په توگه تعبير کړ.

دغي جوړې له هغه وروسته چي د نجلۍ پېغلتوب يې ور خراب کړ پر هغې باندي فشار راوست او بدلمنۍ ته يې مجبوره کړه. د هغې د بدلمنۍ پيسې تورنو کسانو اخيستلې.

بالاخره د ۲۰۱۸م کال په مارچ مياشت کي دغي ځواني ښځي د يوه نارينه په مرسته پوليسو ته مراجعه کړې.

دغه ځوانه ښځه (قربانۍ) د محکمې د حکم پر مهال حاضره نه وه. د محکمې پريکړه لا نهايي سوې نه ده.

N.Z/S.R(dpa)

زموږ له ارشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل