1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په جرمني کي په زرونو مهاجر ورک دي»

۱۳۹۵ دی ۶, دوشنبه

د جرمني د فدرالي جنايي ادارې د معلوماتو له مخي تر اوسه پوري په دغه هيواد کي شاوخوا ۱۵۷۰۰ مهاجر ورک سوي دي. په دوی کي تر ۳۰ کلنۍ پوري کسان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/2UsPu
Minderjährige Flüchtlinge vermisst in Europa
انځور: picture-alliance/dpa/B.Wüstneck

په ویسبادن کي د نوموړي ادارې ویاندي څرگنده کړې ده چي له دوی سره داسي پيښي هم ثبت سوي دي چي دغه هیواد ته د یوه مهاجر په رارسېدو سره په څو ورځو کي هغه ورک سوی دی.

یو کال مخکي په همدې وخت کي د لادرکه کسانو شمیر۹۹۰۰ کسانو په شاوخوا کي وو، چي پکښې لویان، تنکي ځوانان او کوچنیان شامل ول.

د ورکو سوو کسانو د زیاتیدو علت د نورو دلایلو ترڅنگ، د هغو کم سنه مهاجرو راتگ بلل سوی چی پرته له والدینو جرمني ته راغلي دي.

په دغه احصائیه کی راغلي دي چي د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر په سر کي یې شمیر ۹۰۰۰ تنه و او د  ۲۰۱۵م کال په اکتوبر کي بیا څه کم ۳۲۰۰ کسان ول. خو دا په دې معنی نه ده چي دغه ځوان مهاجر دي واقعاً ورک سوي وي.

د هغوی زیاتره کسان خپلو نژدو خپلوانو ته روان وي او پرته له دې چي چارواکو ته خبرر وکړي خپلي سرپناوي پریږدي او دوستانو ته ورځي.

د نوموړي ادارې ویاندي زیاته کړې ده چي هره ورځ د سونو په شاخوا کي د ورک سوو کسانو خبر پولیسو ته ورکول کیږي. خو د تجاربو له مخي پنځوس سلنه دغه ډول پیښې بیا د لومړۍ اونۍ په ترڅ کي روښانه کیږي.

له لسو څخه اته پيښي يې بيا د یوې میاشتي په ترڅ کي روښانه کیږي. راپور زياته وي چي د ورکو سوو کسانو یوازي درې سلنه بیا تر يوه کال زیات وخت لادرکه پاته وي.

د دغو لادرکه کسانو نیمايي برخه کوچنیان او تنکي ځوانان وي او په هغو کي بیا ډیری داسي کسان هم سته چي له کوره تښتېدلي وي.

نور مطالب: