1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جلال آباد ښار کي جگړه پای ته ورسېده

سيد عبدالله نظامي۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۲, دوشنبه

په جلال آباد ښارکې د عدليې رياست په ودانۍ کي جگړه پای ته ورسېده. په جگړه کي د عدليې رياست دوه تنه کارکوونکي دوه پوليس او درې تنه يرغل کوونکي وژل سوي دي. دغه يرغل د سهار پر نهو بجو پيل او د ماسپښين تر ۲ بجو يې دوام وکړ.

https://p.dw.com/p/1By50
انځور: REUTERS

د ننگرهار د امنيې قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۱۲) په جلال آباد کي د دويچه ويله خبريال ته وويل چي درو تنو وسله والو د ننگرهار د دغه ولايت د عدليې رياست پر ودانۍ بايد يرغل کړی وو او تر څو ساعته جگړې وروسته درې سره ووژل سول.

د شېرزاد په خبره په دغه يرغل کي د رياست دوه تنه ساتونکي پوليس او دوه تنه کارکوونکي وژل سوي دي. هغه زياته کړې ده چي په دغه پيښه کي دوه تنه نور ملکي کسان ټپيان سوي هم دي.

تر دې مخکي د ننگرهار ولايت وياند احمد ضیا عبدالزی په جلال آباد کي د دويچه ويله خبريال سيد عبدالله نظامي ته ويلي ول چي د ښار په روښان مینه کې دعدلي پر ریاست باندي نن سهار وسله والو طالبانو يرغل کړی او ور ننوتي دي.

د عبدالزي په خبره سیمي د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده سوې وه او جگړې ډېر دوام وکړ.

بله خوا بيا د ننگرهار د امنيتي قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشريقيوال وايي چي له بريد گرو سره ځکه مقاومت ډير وخت نیولی دی چي دوی هڅه کوله د ملکي تلفاتو مخه ونيسي.

خو د ننګرهار دعامه روغتون یوه ډاکټر د نوم د نه ښوول په شرط دويچه ويله ته وویل، چي د پيښي له سيمي څخه دوی ته یو شمېر ټپیان وروړل شوي دي.

د پيښه پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده او په سيمه کي يې رسنيو ته په يوه لېږل سوي پيغام کي ويلي دي چي په دغه بريد کي يې يو شمېر لوړپوړي مامورین او پوليس وژلي دي.

دا په داسي حال کي ده چي وسله والو طالبانو څو ورځي دمخه اعلان وکړ چي د دوشنبې په ورځ به په افغانستان کي د بهرنيو او افغان ځواکونو پرضد خپل «پسرلني عمليات» پيل کړي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي نن وويل چي د کابل پر نړيوال هوايي ډگر باندي هم سهار وختي دوه توغندی توغول سوي دي خو تلفات يې نه لري.

په افغانستان کي مېشتو ایساف ځواکونو ويلي دي چي د کابل پر نړيوال هوايي ډگر سربيره د دغه ښار په شمال کي د دوی پر ستره پوځي اډه بگرام باندي هم څو توغندی توغول سوي دي.

د غزني مرستيال والي ويلي دي چي په دغه ولايت کي د پوليسو د تلاښيو پر درو پوستو باندي وسله والو طالبانو يرغلونه کړي دي. په دغو يرغلونو کي د يوه پوليس په گډون دوې تنې ښځي وژل سوي دي او او د دوو تنو پوليسو په گډون اته تنه نور ټپيان سوي دي.