1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جلال آباد کي د وسلو د خرڅلاو بازار تود دئ

شمعه احمدزۍ/ ننگرهار۱۳۹۱ بهمن ۹, دوشنبه

د جلال آباد ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي چي د دغه ښار په زړه کي د ډنډ غاړه په بازار کې چې د ټول ولايت د خوارکي موادو د رانيولو ستر مرکز دی په لسونو داسي هټۍ هم شته چې د ښکاري توپکانو تر څنگ ناقانونه وسلې پلورل کيږي.

https://p.dw.com/p/17Sci
Waffenbeschlagnahme in Ghazni, Afghanistan. Copyright: DW/ Qadir Wafa September, 2012
Waffenbeschlagnahme in Ghazni Afghanistanانځور: DW

د دغه ښار يو شمېر اوسيدونکي وايي، چې دولت هم په خبر دی خو غوږونه گاڼه اچوي او حتی چې وسلې هم دوی ورته را رسوي.

د جلال آباد ښار يو تن اوسېدونکی چي خپل نوم الفت ښيي وايی، چې د ډنډ غاړي سره د کهنه فروشۍ په دوکانونو کې په ښکاره غټي او کوچنۍ وسلې پلورل کيږي. د هغه په خبره دوکانداران حتی وسلې کورته هم در رسوي:

«ما غوښتل چي يوه تمانچه واخلم، دکاندار راته وويل چي تمانچه به کور ته در ورسوم بيا به يې په کور کې پيسې راکړې. کور ته يې راته راوړه پيسې مي ورکړې او تمانچه يې راکړه.»
 
خو د دغه ښار د وسلو په بازار کې يو تن پلورونکی بيا دا مني چې گويا وسلې دي په ښکاره وپلوري. دغه پلورونکی چي د نوم د نه اخيستلو په شرط يې له دويچه ويله سره خبري کولې وويل، چي وسلې ورته له ولسواليو را وړل کيږي او ځيني پوليس چي له حکومته وسلې پټوي دوی ته یې راوړي.

«وسلې موږ دلته نه ساتو. موږ مشخص ځايونه لرو هلته يې ساتو او نه يې دلته خرڅوو. دلته يوازي له رانيونکی سره بيه خلاصوو بيا وروسته وسله ورته راوړو يا يې کور ته ور رسوو خو يو څه ډيري پيسې ځني اخلو.»

يو بل تن دوکاندار بيا وايي، چې په دغه بازار کي يوازي ښکاري توپکان د هغو باروت او ساچمې پلوري او قانوني جواز لري. د هغه په خبره دلته داسي څوک نسته چي نا قانونه وسلې دي وپلوري.

خو د جميل په نوم يو بل تن بيا دويچه ويله ته وويل، چي په ډنډ غاړه کي د ښکاري توپکانو تر شا داسي وسلې پرتې دي او خرڅيږي چې قانوني جواز نه لري. د هغه په خبره دولت ونډه ور سره لري کنه نو د ښار په منځ کې کله داسي کېدلای شي.

د خلکو دغه ادعا چې گويا دولت په دې بازار خبر دی او غوږونه يې کاڼه اچولي دي او يا يې گټه ور سره شريکه ده، د ننگرهار د پوليسو وياند حضرت محمد مشريقيوال ردوي:

«داسي نخښي نشته چې دلته د ناقانونه وسلو پير او پلور وښيي. هټيوالو ته د ښکاري وسلو جوازونه ورکړل شوي دي او که ناقانونه څه ووينو قانوني چلند به ورسره وشي.»

د کارپوهانو په آند د افغانستان په اکثره لويو ښارونو کې بېکارۍ ډيری ځوانان دې ته مجبوره کړي دي، چې يو څه پيسې پيدا کړي او يوه وسله رانيسي بيا وروسته په داړه ماريو لاس پوري کړي او له دې لاري پيسې پيدا کړي.