1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په جلال اباد کې د الکترونيکي تذکرو پر دفتر وسله وال برید شوی

۱۳۹۸ شهریور ۲۷, چهارشنبه

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د الکترونيکي تذکرو پر دفتر وسله وال برید شوی او اوس جګړه روانه ده. تر اوسه پوري روغتون ته ۱۰ ټپيان انتقال شوي دي.

https://p.dw.com/p/3Pm1P
انځور له ارشيف څخه
انځور له ارشيف څخهانځور: picture alliance/AP Photo

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي پېښه تائید کړې او وايي چې لومړی یو ځانمرګی برید شوی او ورپسې یاد دفتر ته وسله وال ننوتي. خو وايي سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي چې د تذکرو د دفتر مامورین وژغوري او حالات کابو کړي.

د ننگرهار د عامي روغتيا رياست چارواکو ويلي دي چې د جگړې له سيمي څخه يې تر اوسه پوري د يوې مېرمني او يوه ماشوم په گډون ۱۰ ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.. دا برید د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې شوی.

له یادې سیمې د ناصر ملکزي په نوم یوه ولسي وګړي په تليفوني خبرو کي وويل چې یوه نیمه بجه د تذکرو پر دفتر وسله وال ورننوتي او اوس په داخل کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جنګ روان دی.

هغه وايي، شاوخوا سیمه ټوله امنیتي ځواکونو کلابنده کړې او هېچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

تر اوسه د دې برید مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د دې خبر نور جزیات به وروسته وړاندې شي.

اميد ديدار