1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په جلال اباد کې د پوهني پر ښاري مدیریت بريد پای ته رسیدلی

۱۳۹۷ تیر ۲۰, چهارشنبه

د ننگرهار ولايت د پوهني رياست اړوند ښاري مدیریت باندې وسله وال برید د دوو بریدګرو او ۱۱ مامورینو په وژل کیدلو سره پای ته رسیدلی دی. برید سهار شا او خوا نهه نیمي بجې پیل شوی وو چې درې ساعته یې دوام وکړ.

https://p.dw.com/p/31FPu
Afghanistan Angriff auf Bildungsbehörde in Dschalalabad
انځور: Reuters/Parwiz

په جلال اباد کې د ننگرهار ولايت د پوهني رياست پر ښاري مديريت باندي په وسله وال بريد کي یوولس کسان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي. چاراکو ويلي دي چې د وژل شوو کسانو ډير ملکيان او مامورين دي.

دغه وسله وال بريد چي نن د چهارشنبې په ورځ سهار نهه نیمي بجې پيل شو چې د امنیتي چارواکو په خبره اوس پای ته رسېدلی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تر دې مخکي ويلي ول چې د ياد رياست يوه ودانۍ تصفيه شوې او په دويمه کې د امنيتي ځواکونو عمليات روان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي دویچه ویله ته وویل چې پر پوهنې مدیریت دوو وسله والو برید کړی وو، چې یوه یې په لومړي سر کې ځان ته چاودنه ورکړې او دویم یې له امنیتي ځواکونو سره جنګېده، چې هغه هم وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ویشتل شوی دی.

په لومړي سر کې ويل شوي وو چي ښاري مديريت ته څو تنه وسله وال ننوتلي، خو د شمېر په اړه يې معلومات نه وو او له افغان امنيتي ځواکونو سره جگړه روانه وه.

خوږیاڼي ویلي چې وژل شوي کسان ټول د پوهنې ادارې کارکوونکي او لسو ټپيانو کې پنځه مامورین، درې امنیتي سرتیري، یو ماشوم او بل عام کس شامل دی.

تر دې مخکي د ننگرهار د پوهني رياست وياند اصف شينواري ويلي ول چي د ښاري مديريت د دروازې ساتونکی وژل شوی دی او نور جزيات يې نه وو ورکړي.

ویل شوي دي چې د برید پر مهال د پوهنې په ښاري مدیریت کې شاوخوا ۳۰ مامورین حاضر ول، چې شل یې د امنیتي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.په سيمه کي عيني شاهدان وايي چې تر چاودنو وروسته د پوهني رياست د ښاري مديريت له وادنۍ څخه لوگي هم پورته کيږي.

د پوهنې ښاري مدیریت د جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل ویلي دي چې له یادې پېښې جلال اباد سیمه ییز روغتون ته ۱۱ جسدونه او ۱۰ټپيان وروړل شوي، چې شپږ ټپيان تر لومړۍ درملنې وروسته کورونو ته رخصت شوي او د پاتړ درملنه روانه ده.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند اصف شینواري هم دویچه ویله ته ویلي دي چې په برید کې د پوهنې مدیریت ودانۍ ویجاړه شوې او په زیاته کچه اسنادونه او نور توکي هم سوځېدلي دي

د پېښې په سیمه کې عیني شاهدانو دویچه ویله سره خبرو کې وویل چې بریدګرو لومړی د مدیریت د عمومي دروازې پیره دار په ډزو وویشت او بیا ودانۍ ته دننه شول.

د نسیم په نوم یوه کس وویل «ودانۍ تر دننه کېدو سملاسي وروسته دننه دوه غبرګې چاودنې وشوې او ورپسې د ټوپکو ډزې پیل شوې، چې ورسره سم امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او دوه اړخیزه جګړه ونښته.»

د سه شنبې په ورځ په جلال اباد کي د ملي امنيت پر يوه موټر باندي په ځانمرگي برید کي ۱۰ کسان ووژل شول او مسئوليت يې تروريستي ډلي داعش پر غاړه واخيست.