1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي افريقا کي پارلماني انتخابات

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲, چهارشنبه

د جنوبي افريقا اوسنی جمهوررييس ياکوب څوما د پارلماني انتخاباتو څخه يوه شپه دمخه د مطبوعاتي کنفرانس په پلمه يو وار بيا د خپل ځان او دده د ګوند ANC يا د افريقا د ملي کانګرس دپاره خلګ را دعوت کړل .

https://p.dw.com/p/Hc0M

طبعأ دغه 67 کلن پر ځان ډاډه او آرام ښکاري چه انتخابات به وګټي ،خو داچه دغه ګوند به په پارلمان کښي بيا هم دوه پر درې اکثريت تر لاسه کړي ،معلومه نده .

څوما وايي چه که دوی دوه پر درې اکثريت هم وګټي ،په نظر کښي نه لري چه اساسي قانون تغير ،او د خلګو حقوق راکم کي .

داد 1994 کال راهيسي ،کله چه نيلسن مانديلا د يوه تور پوستي په حيث جمهوررييس سو،تر ټولو هيجاني انتخابات دي .

د انتخاباتو په خاطر د جنوبي افريقا ګوندو تقريبأ 25 مليونه ايرو په مصرف ورسولې ،چه يوازي ANC 17 مليونه ايرو مصرف کړي دي . داسي يو کمپاين چه بې مثاله ؤ .

په 2004کال کي ANC د جمهوررييس تابو ام بيکي تر رهبرۍ لاندي 70 فيصده رايي وړي وې . خو دا پلا تحليل ګران پدې نظر دي چه د څوما تر رهبرۍ لاندي به ANC په پارلمان کښي دوه پر درې فيصده چوکياني ونه ګټي ،او يوه نوې سياسي مرحله به شروع سي . ځکه چه د ANC شهرت د هغه پر لانجمن مشر باندي د اختلاس د شک درلودلو له کبله کم سوی دی ،او د ام بيکي تر سقوط وروسته د ANC د ګوند مشهوره فعالين د هغه څخه ووتل ،او د ولسي ګوند په نامه يې نوي ګوند تأسيس کۍ .

د مېل او ګارډين د اونيزي مشره فيريال هافاجي پدې اړه وايي چه ،« د ANC د ګوند عمومي منشي د خپل ګوند دپاره د دوه پر درې اکثريت د ګټلو هدف ټاکلی دی . زه پخپله ګمان کوم چه دغه ګوند به د 66 څخه تر 68فيصدو پوري رايي وګټي ،چه که څه هم د ګوند څخه ځيني اوښتي مشران اوس هم فکر کوي ،چه دوی به د 15څخه تر 30 فيصدو رايي وګټي .»

په جنوبي افريقا کښي دانتخاباتو اټکلونکي دا د امکان څخه ليري نه بولي ،چه دواړه مخالف ګوندونه به په ګډه د 20 څخه تر 30 فيصدو پوري رايي وګټي ،او دديموکراتيک اتحاد په نامه بل ګوند به 10 تر 15 فيصدو رايي يوسي .

د انتخاباتو نتايج به د جمعې په ورځ اعلان سي .