1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي افریقا کی پولیسو کان کیدونکي په ډزو وژلي دي

۱۳۹۱ مرداد ۲۷, جمعه
https://p.dw.com/p/15rcd

په جنوبي افریقا کې د پلاتینو په یوه معدن کې د پولیسو او اعتصاب کوونکو کارګرانو ترمنځ په نښتو کې څه د پاسه ۳۰ تنه انسانان وژل سوي دي. د پولیسو یوه ویاند وویل چارواکو فقط د ځانونو د دفاع په خاطر هغه وخت پر کارګرانو برید وکړ کله چې د دوی یوه وسله وال ګروپ پر پولیسو باندې د حملې کولو پلان درلود.

د ماریکانا په نامه معدن کې چې د جوهانسبورګ څخه ۱۰۰ کیلومتره لیري پروت دئ، د اګست د لسمې نېټې راهیسي پکښي د ۳۰۰۰ په شاوخواکې کارګرانو په اعتصاب لاس پوری کړی وو. د پلاتینو د را ایستلو دغه معدن د نړۍ دریم لوی معدن شمېرل کیږي. په تېرو ورځو کې هم د پولیسو او کارګرانو تر منځ نښتو کې لږ تر لږه لس تنه وژل سوي دي.