1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي سوډان کي خبري اتري رواني دي- جنگ هم

دويچه ويله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ مهر ۱۷, پنجشنبه

په سويلي سوډان کي د سولي راوستلو هڅي رواني دي، خو تر اوسه پوري يې هڅي بريالۍ نه دي. داسي ښکاري چي نړيواله ټولنه د سولي راوستلو له پاره امکانات او قاطعيت نه لري.

https://p.dw.com/p/1DSOT
انځور: Ivan Lieman/AFP/Getty Images

سويلي سوډان چي پکښي د مسيحيانو ترڅنګ د يو شمېر نورو ادنيانو د پېرويانو اکثريت دی، د ۲۰۱۱م کال په جولای مياشت کي يې د اکثريت مسلمان مېشته هيواد سوډان څخه خپلواکي تر لاسه کړه. خو ۲۰۱۳م کال له وروستيو راهيسي په دغه هيواد کي کورنۍ جګړه او ناقرارۍ ادامه لري.

دغه ناقراري د ملېشو د پخواني قومندان او اوسني ولسمشر سالوا کير او د هغه د پخواني معين رييک مشار د وسله والو ترمنځ ادامه لري. دواړه مشران د جلا جلا قبيلو سره تړاو لري او د نړۍ د دغه نوي رامنځ ته سوي هيواد د کورنۍ جګړې يوه لويه وجه د مځکو، اوبو او د لا زيات اغېز پر سر د قبايلو تر منځ د تاوتريخوالي ډکه سيالي ده.

د ختيځي افريقا هيوادونو ټولني د سويلي سوډان د لانجې دواړو اړخونو ته د رواني مېلادي مياشتي تر پېل پوري يو ضرب الاجل ټاکلی وو. د دغه ضرب الاجل له مخي بايد د لانجې دواړه اړخونه د تيري مېلادي مياشتي تر پای پوري و اوربند او د ملي يووالي د حکومت پر سر توافق ته سره رسيدلي وای.

خو داسي ونه سوه. دواړه اړخونه اوس هم يو له بل سره په جنگ اخته دي. د ختيځي افريقا هيوادونو ټولنې ګواښ کړی وو چي که تر ټاکلي وخت پوري په سويلي سوډان کي اوربند رامنځ ته نه سي نو «د سولي په لاره کي د خنډونو د رامنځ ته کوونکو پر ضد به اړين اقدامات وکړي.»

په دې توګه سره د يادي ټولنې د لانجې پر اړخونو د بنديزونو لګولو ګواښ کړی وو. خو تر هغه وروسته چي ضرب الاجل پای ته ورسېد او د دغه سازمان غوښتني لا نه دي منل سوي، نو دغه سازمان د لانجې دواړو اړخونو ته ۱۶ ورځي نور وخت ورکړی دی. په دې توګه سره پخوانی ضرب الاجل د رواني مېلادي مياشتي اکتوبر تر ۱۶مې پوري غځول سوی دی.

د ضرب الاجل غځول د ختيځي افريقا هيوادونو د سازمان بې وسي ښيي. د روان مېلادي کال له می مياشتي راهيسي د جنوبي سوډان د دواړو اړخونو تر منځ د سولي د خبرو اترو کوربه توب د دغه هيواد ګاونډي هيوادونو سوډان، کينيا، يوګانډا او سوماليا پر غاړه اخيستی دی.

يادو منځګړو هيوادونو څو واري د اوربند او د ملي يووالي حکومت له پاره ضرب الاجلونه وټاکل چي هغه بېله دې چي نتيجه ورکړي پای ته ورسېدل. خو له هغه سره سره په پايله کي نوي ميعادونه وټاکل سول.

د آلمان په بون ښار کي د اوښتون مرکز د سوډان کارپوه ولف کرستيان پېز، وايي چي زياته هيله نه لري چي د جنوبي سوډان په لانجه کي به په نژدې وخت کي د سولي پر لور زيات پرمختګ وسي. هغه وايي: «په اصل کي څوک په سويلي سوډان کي د سولي د يوې پروسي خبره نه سي کولای.»

د جنوبي سوډان روان وسله وال بحران هغه وخت رامنځ ته سو، چي ولسمشر سالوا کير پر خپل مرستيال ريک مشار بادي د کودتا کولو د هڅي تور ولګاوه. له هغه راهيسي د قومونو تر منځ په دغه روانه جګړه کي تر ۱۰۰۰ زيات انسانان وژل سوي او په سوونو زره نور بېځايه سوي دي.

د بشري حقونو مدافعين د جنوبي سوډان د کورنۍ جګړې پر دواړو اړخونو د جنګي جنايتونو د تر سره کولو تورونه لګوي. له جګړې څخه تښتېدلي په زرونو انسانان د ملګرو ملتونو په کمپونو کي پراته دي او له بيري خپلو سيمو ته ستنېدلای نه سي.

کارپوهان وايي چي د سويلي سوډان د لانجې د حل کولو له پاره بايد د ختيځي افريقا هيوادونو سازمان سره نړيواله مرسته وسي او نور هيوادونه هم بايد پکښي ونډه واخلي.

په سويلي سوډان کي د SUDD په نوم د آند خوني رئيس نيال تييتمامر، وايي چي د سويلي سوډان کورنۍ جګړه د قدرت پر سر ده. هغه وايي چي که د ملي وحدت او مشارکت حکومت رامنځ ته سي، نو ښايي دغه لانجه حل سي.